افغانستانمهم خبرونه

دجينکو دسکولونو په تړلو امريکا طالبانو سره خبرې منسوخ کړې

دجينکو دسکولونو په تړلو امريکا طالبانو سره خبرې منسوخ کړې

دطالبانو له لوري  دجينکو دسکولونو  دپرانستو له ژمنې څخه دپشا کيدو وروستو  امريکا دطالبانو سره په قطر کې  ټاکل شوې هاغه خبرې منسوخ کړيدي چې پکې به  دافغانستان په اقتصادي ستونزو خبرې  کيدې.

 څيړونکي وايي  طالبانو سره دامريکا له لوري دخبرو اترو منسوخول  لمړۍ کلکه نښه ده چې  دطالبانو له لوري  دبشري حقونو سرغړونې  ددغه ډلې سره دمرستې  په اړه دنړيوالې ورورولۍ مرضي نيغ په نيغه اغيزمنولى شي،دطالبانو ځينې مشران اوس هم تر امريکايي بنديزونو لاندې دي.

 دامريکا دخارجه محکمې يو وياند ويلي ” دنهې په ورځ مونږ دهاغو  ملينونو افغان کورنيو سره  دطالبانو  ښځو او د جينکو ددوهمې درجې ښوونځي ته  داجازې   په  ورکولو دخپلې ژورې نااميدۍ څرګندولو لپاره  شامل شوي يو”

 وياند وويل ”  مونږ  خپل ځينې  رابطې  منسوخ کړي چې پکې  په دوحه( دقطر پلازمينه) کې  ټاکل شوې غونډې شامل دي او په ډاګه کړې مو ده چې  دا پريکړه  زمونږ په رابطو کې  دممکنه واپسۍ نکته ده”

 دامريکا له لوري طالبانو سره  رابطې وروستو له هغې ودرول شوي چې هغوي دتيرې شورو په ورځ  دجينکو لپاره ددوهمې درجې دښوونځيو دپرانستو له  ژمنې څخه پشا شول  او وې ويل چې  دجينکو دغه ښوونځي به  دې لړ کې ديو پلان جوړيدو پورې تړلي وي.

 دطالبانو ددغې پريکړې   دبهرنيو حکومتونو او بشري خواخوږۍ په اساس دکارکوونکو ادارو  له لوري سخته غندنه شوې ده ، په افغانستان کې په ګڼ شمير کې خلک دهغوي  په دغه پريکړه حيران شوي، ګڼو جينکو زده کوونکو  پرې ژړلي  او  په کابل کې يې په ضد جينکو زده کوونکو واړه احتجاجونه هم کړيدي.

وياند ويلي  که طالبان دا  پريکړه په سمدستي توګه واپس وانخلي  دا به افغان ولس، دهيواد  اقتصادي ودې او دطالبانو  نړيوالې ټولنې سره داړيکو ښه کولو ارادې ته ژور زيان ورسوي.

 په يوه ګډه اعلاميه کې  تيره ورځ دبرطانيېو کاناډاو فرانسې، اټليو ناروي او امريکا دبهرنيو چارو وزيرانو او  داروپايي اتحاديې لوړپوړي استازي ويلي دطالبانو دغه پريکړه به ددغه ډلې دراتلونکي ممکنه قانوني حېثيت ته زيان ورسوي

طالبانو دغه پريکړه  دتيرې نهې په ورځ  دافغانستان جنوبي ښار قندهار کې ددغه ډلې دلوړپوړو مشرانو له غونډې وروستو ترسره شوې ده،قندهار  دطالبانو لپاره ديو روحاني  مرکز حېثيت لري، چرته چې دطالبانو په قول دهغوي مشر ملا هبة الله اخندهم مېشته دى.

طالبانو دجينکو دسکولونو دتړلو پريکړه  په داسې حال کې کړې چې  دڅو مياشتو راهسې  دنړيوالې ورورولۍ له لوري  دافغانستان داستاذانو دتنخاګانو دستونزې دهواري لپاره هلې ځلې دوامدارې وې او افغان جينکۍ زده کوونکې  دتيرو اوو مياشتو راهسې  ښوونځيو ته دستنيدو لپاره دسکولونو   پرانستې ته سترګې په لارې وې،

  دطالبانو او امريکا ترمينځ په ټاکل شوو خبرو کې به دافغانستان دمرکزي بانک  خپلواکي او دافغان کرنسۍ دنوټونو خپرول شامل وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button