پاکستانقبائلمهم خبرونه

په جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژنو یوه بله پېښه شوې ده، په روانه اوونۍ کې دا دریمه پېښه ده

په جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژنو یوه بله پېښه شوې ده، په روانه اوونۍ کې دا دریمه پېښه ده

وانا (نور علي) د جنوبي وزيرستان په قبائيلي سيمه واڼه کې د پاک افغان پولې سره نزدې په 13 کلوميټرۍ کې د اعظم ورسک په بازار کښې نامعلومه وسله والو باخان نومې یو تن په ډزو ویشتې دې،چه له عمله پر ځائۍ مړ شوې دې.
له پېښې وروسته په موټر کې سپاره نامعلومه نقاب لرونکي کسان په تېښته کې بریالي شوي، ځايي پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د باخان په نوم یو کس په پیاده روان و، چې په موټر کښې سپرو نقاب پوشو پرې د کلاشنکوف ډزې وکړې، پولیسو د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
د باخان د وژنې ذمه واري تراوسه کومې تندروه ډلې يا فرد په غاړه نه ده اخستې.د يادونې وړ ده چې په روانه اوونۍ کې دا په جنوبي وزيرستان کې د دا ډول بې رحمانه وژنې درېيمه پېښه ده چې د هر چا په مخونو د ويرې سيوري پراته دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button