افغانستانمهم خبرونه
افغانستان کې پاکستان ته مـطلوب ترهه ګر وژل شوى دى
دميډيا راپور له مخې پاکستان ته زيات مطلوب د دټى ټى پى عبدالوهاب نومې ترهه ګر ددوه ويشتم مارچ په سحر لس بجې دوؤ نامعلومو وسله والو وژلى دى.
رپورټ کې ويل شويدي چې وژل شوى ترهه ګر عبدالوهاب لاړک عرف حکيم على جان، عرف حکيم صالح، عرف خوشي محمد، عرف خانه بدوش دورانکارۍ په ګڼو پېښو کې ککړ ؤ.
ترهه ګر عبدالوهاب لاړک په بنيادي توګه تعلق دلشکرجهنګوى عثمان سيف الله کرد ګروپ سره ؤ، هغه په ټول ملک اؤ خصوصاً سندهـ کې ګڼو ترهه ګريزو پېښو کې ککړ ؤ.
په اګست دوه زره شلم کې يې دخپلو ملګرو سره په ټي ټي پي کې شموليت اختيار کړى ؤ. په هاغه وخت کې هغه دکالعدم ټي ټي پي سندهـ امير ؤ