افغانستانمهم خبرونهنړۍ

چين افغانستان کې دټولشموله حکومت رامينځته کول اړين بللي

چين افغانستان کې دټولشموله حکومت رامينځته کول اړين بللي

دچين دبهرنيو چارو وزير وانګ يي دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو  کابل ته دخپل لمړى سفر په مهال ويلي دي چې  چين دطالبانو دمثبتو ګامونو ستايينه کوي خو افغانستان کې   دټول شموله حکومت جوړول، دښځو اؤ ماشومانو ژوند کې مثبت بدلون رامينځته کول اړين بولى

 دهغه ترڅنګ  دروسيې د ولسمشر ولاديمير پوتن ځانګړي استازى ضمير کابلوف هم دکابل سفر کړى اؤ افغان چارواکو سره يې په ليدنو کې په ډاګه کړې ده چې روسيه  چمتو ده افغان حکومت سره بيلا بيلو برخو کې يو شمير هوکړې اؤ تړونونه وکړى.

په عين حال کې  دافغانستان دکورنيو چارو وزير  سراج الدين حقاني افغانستان لپاره دروسيې ځانګړي استازي سره دليدنې په مهال ژمنه کړې ده چې افغانستان به يو هيواد ته هم ګواښ راولاړ نکړي او طالبان دخپلې خاورې دنورو هيوادونو په ضد دنه کارولو لپاره ژمن دي.

همدغه راز دافغانستان دبهرنيو چارو وزير  اميرخان متقى  ويلي دي چې  افغانستان داسيا دزړه په توګه دسيمې دهيوادونو ترمينځ تجارتي، صنعتي اؤ اقتصادى پاوړتيا کې  کردار ادا کول غواړي

 دچين دبهرنيو چارو وزير   کابل ته له اسلام اباد څخه رسيدلى و، چرته چې هغه  داسلامي همکاريو دډلې  دبهرنيو چارو دوزيرانو دکونسل  په غونډه کې دځانګړي ميلمه په حېث  ګډون کړى و

داو ايي سي په غونډه کې هم په غړو هيوادونو  دافغانستان دمرستې لپاره دراوړاندې کيدو غږ شوى و

چين دافغانستان سره  خواوشا شپږ اويا کلو ميټره   ګډه پوله لري  خو بيجنګ له پيل څخه ويره لري چې  جګړه ځپلى افغانستان  دهغوي دژنګژانګ ولايت څخه دايغور مسلمانانو بيلتون خوښو لپاره يو محفوظ مقام ګرځيدى شي.

په داسې حال کې چې دامريکا په ګډون  دلويديزو هيوادونو له لوري  دطالبانو په حکومت بنديزونه لګول شوي او په ځانګړې توګه  په امريکا کې  دافغانستان شتمنۍ کنګل شوي او دامريکايي اولسمشر جوبايډن له لوري  ددغو څخه دنيمو شتمنيو دناين اليون  دښکار شوو کسانو په کورنيو دويشلو پريکړه شوې، بيجنګ  دواشنګټن دغه پريکړه دافغانستان  په پېسو ډاکه اچول ګرځوي او غوښتنه کوي چې امريکا دې کابل ته خپلې ملي شتمنۍ ټولې وسپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button