افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو په کابينه کې دبدلون راپور ردکړى خو پوهان وايي طالبانو کې اختلافونه شته

طالبانو په کابينه کې دبدلون راپور ردکړى خو پوهان وايي طالبانو کې اختلافونه شته

پېښور(وحدت نيوز)طالبانو دوحدت نيوز په ګډون په ځينو رسنيو خپور شوى هاغه راپور رد کړى چې پکې ويل شوي وو چې  د طالبانو مشر ملا هبة الله اخند په افغان کابينه کې بدلون کړى، ملا حسن اخند يې له دندې ګوښه کړى او دهغه پځايې يې ملا عبدالغني برادرريس لوزرا ټاکلى.

دافغانستان دطلوع نيوز له مخې  دطالبانو داسلامي امارت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني په ميډيا دسرچينو دلارې  په افغان کابينه کې دبدلون په اړه  ويلي ” برعکس څه چې خپاره کړى شوي هغه پروپيګنډه وه، په کابينه کې هيڅ بدلون نه دى شوى  او په کابينه کې بدلون دغونډې  دايجندې برخه نه وه “

وحدت نيوز چې کله   دکابل دصدارتي ماڼۍ پځايې په قندهار کې  دترسره کيدو او دغونډې  ديوې ورځې پځايې تر دريوو ورځو ددوامداره پاتې کيدو په اړه  دافغانستان په چارو  دنظرلرونکي پېښور  د مشر خبريال فاروق څخه پوښتنه وکړه  نو هغه يې په ځواب کې وويل  دا خبره اوس له شک څخه وتلې ده چې  دطالبانو ترمينځ اختلافات شته.

هغه وويل يو اړخ ته دقندهار طالبان دي چې پکې ملا برادراخند او ځينې نور او بل اړخ ته سراج الدين حقانى  ډله ده چې دهغوي تعلق دخوست او پکتيا  او نورو ولايتونو سره دى چې دغه دواړه ډلې ځانله ارزښت لري.

 فاروق فراق وويل  دسرج الدين حقاني ډله ځکه دا مهال مضبوطه ده چې دپاکستان سره ډيرې ښې اړيکې لري، همدغه راز موجوده خارجه وزير  امير خان متقي  په ماضي او موجوده وخت کې  دپاکستان سره ښې اړيکې لري او څرګنده خبره ده چې هم دپاکستان خواخوږۍ به هم ددغو ډلو لوري ته وي.

 هغه وويل بايد دا نکته هم په نظر کې وساتلى شي چې  دطالبانو موجوده ددفاع وزير ملا يعقوب ، چې دطالبانو دباني مشر  ملاملا محمد عمر ځوې دى څوک چې په قندهار کې زيات اثرورسوخ، دهغه وينا وه  فکر کوي  دا مهال طالبان پخپله او  ورسره دپاکستان واکمن اړخونه  به ددې خبرې اجازه ورنکړي چې طالبان دې  دافغانستان په دې نازکو حالاتو کې  د ويش ښکار شي ځکه  ددغسې کيدو په صورت کې به دوضعيت بدې اغيزې دافغانستان ترڅنګ په پاکستان هم  وشي  او پاکستان به  هڅه وکړي چې که چرې   دطالبانو ترمينځ اختلافات وي نو هغه  هوار کړي.

همدغه شان دپېښور يو بل  مشر خبريال صفي الله ګل  وحدت نيوز سره په خبرو کې منلې ده چې دطالبانو په صفونو کې اختلافات او ستونزې شته کومې چې تر دې مهاله نه  دي هوارې شوي.

دهغه وينا وه  که دطالبانو ترمينځ داختلافونو معاملې ته وکتلى شي نو دهغوي دعسکري او سياسي مشرتابه ترمينځ دقطر دمذاکراتو په مهال  يو شمير اختلافونه  راڅرګند شوي وو.

 صفي الله ګل  هم وويل  دا مهال  دطالبانو په لويه کچه دوه ډلې دي چې پکې  دخوست طالبان او  دقندهار طالبان شامل دي چې دهغه په فکر دقندهار طالبان دا مهال مضبوط ښکاري چې ددواړو ترمينځ  په نړيوالو معاملو او ځانګړې توګه  پاکستان سره داړيکو په معامله  هم اختلافات ښکاري چې دهغه په نظر دقندهار دطالبانو برعکس دخوست طالبان پاکستان ته نزدې ښکاري  او ورسره داړيکو ښه کولو دهڅې ترڅنګ دقندهار دطالبانو هم په دې خبره دپوهولو هڅه  کوي چې  دپاکستان دملاتړ څخه پرته دهغوي ګزاره نه کيږي.

دافغان کابينې غونډې عموماً  په صدارتي ماڼۍ کې ترسره کيږي او په قندهار کې دمولوي هبة الله اخندزاده په مشرۍ  دغه لمړۍ غونډه وه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button