پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې په پوځي پوسته دطالبانو بريد،درې عسکر ووژل شول

شمالي وزيرستان کې په پوځي پوسته دطالبانو بريد،درې عسکر ووژل شول

  دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې   دامنيتي ځواکونو په پوسته  دټي ټي پي جنګيالو بريد ترسره   کړى چې له امله يې  درې عسکر  وژل شوي  او پينځه نور ژوبل شويدي.

 دبريد ذمه واري دتحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني منلې ده.

پاک پوځ ددغه بريد  پخلى تر دې مهاله نه دى کړى.

 دسيمې څخه عسکري سرچينو وحدت نيوز ته وويل   په شمالي وزيرستان کې دپاک افغان پولې سره نزدې دته خيل سيمه کې  دامنيتي ځواکونو په پوستو  وسله والو بريد کړيدى چې پکې  درې عسکر وژل شويدي.

سرچينو وويل په وسله وال بريد کې  په وژل شوو عسکرو کې سپاهي ساجد او  سپاهي مقبول  شامل دي او زياته يې کړه چې  ح  پينځه عسکر په دغه بريد کې ژوبل شوي هم دي چې پکې  حوالدار اظهر، سپاهي رضوان، سپاهي نصير،سپاهي وجاهت،سپاهي رحمت او يو بل  نامعلوم عسکر شامل دي.

 دسرچينو وينا ده امنيتي ځواکونو  دوژل شوو عسکرو مړي او ژوبل عسکر دعلاج لپاره دهيلي کاپتر دلارې سي ايم ايچ بنو ته  وړيدي.

 په ډاګه دې وي چې په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې په امنيتي ځواکونو او عامو خلکو بريدونو کې ترډيره حده اضافه راغلې ده.

په عين حال کې  دپاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني په يو بيان کې  په شمالي وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو دبريد ذمه واري منلې او دعوه يې کړې ده چې په دغه بريد کې اته پوځيان وژل شوي  خو  دهغوي جنګيالو ته په ځواب کې څه رقم زيان نه دى رسيدلى.

محمد خراساني دعوه کړې ده چې ددغه بريد ويډيو هم جوړه کړى شوې کومه چې به دير زر جاري کړى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button