پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپارلمان دغړي ووټ انفرادي حق دى سپريم کورټ بار ،ووټ دګوند امانت دى، پي ټي ايي

دپارلمان دغړي ووټ انفرادي حق دى سپريم کورټ بار ،ووټ دګوند امانت دى، پي ټي ايي

  دواکمن ګوند تحريک انصاف د اوړيدلو غړو په اړه سترې محکمې  څخه ديې راغوښتو  په اړه  دصدارتي ريفرنس  مخالفو ګوندونو مسلم ليګ(ن) جى يو ايي او سپريم کورټ بار  ليکلى ځواب  جمع کړى چې پکې  سپريم کورټ باور دريځ خپل کړى چې  دپارلمان دغړي ووټ د سياسي ګوند  نه بلکې انفرادي حق دى خو واکمن ګوند تحريک انصاف  پخپل جواب کې بيا ويلي  دپارلمان دغړي ووټ دګوند امانت وي.

 سترې محکمې  پخپلو څرګندونو کې ويلي  دواکمن ګوند پي ټي ايي له لوري د ډنډه مار ټايګر فورس جوړول افسوسناک دي.

  دمشر قاضي په مشرۍ دسترې محکمې پينځه کسيز لويې بينچ دارټيکل درې شپيته-اى تشريح لپاره  په صدارتي ريفرنس  اوريدنه کړې ده

سترې محکمې صوبايي حکومتونو ته په صدارتي ريفرنس نوټس جاري کړى او ويلي يې دي صوبايي حکومتونه دې خپل ليکلي جوابونه جمع کړي دې سره به اوريدنه کې اساني وي.

مشر قاضي وويل محکمه غواړي  چې سياسي ګوندونه داساسي قانون په دفاع کې ولاړ وي، معلومه نه ده چې دبې باورۍ په تحريک به رايې اچونه کله کيږي، ټول ګوندونه دې  جمهوري اقدارو ته درناوى ولري.

 په دې موقعه سپريم کورټ بار  دبې باورۍ په تحريک  کې دپارلمان دغړي  دووټ حق انفرادي ګرځولى او ويلي يې دي  دارټيکل ٩٥ لاندې ووټ اچول  دقامي اسمبلۍ دغړي انفرادي حق دى نه چې دکوم سياسي ګوند حق.

 سپريم کورټ بار پخپل جواب کې ويلي  دارټيکل ٩٥ لاندې اچول شوى هر ووټ په شميرنه کې راځي او  دقامي اسمبلۍ  هر غړى  دخپل ووټ دحق په کارولو کې خپلواکه دى.

 په جواب کې دا هم ويل شويدي چې دقامي اسمبلۍ کوم غړى دووټ اچول کيدو  څخه نه شي منعې کيدى، ولس دخپلو منتخب استازو دلارې  دحکومت نظام چلوي، دارټيکل ٦٣م لاندې   دقامي اسمبلۍ يو غړى هم له ووټ اچول کيدو څخه نه شي منعې کيدى،همدغه راز دارټيکل ٦٣ اى لاندې  دګوند دامر په ضد په ووټ اچولو نااهلي نشته.

همدغه راز جى يو ايي پخپل جواب کې ويلي  په پي ټي ايي کې  ټاکنې نه دي شوي او دغه ګوند دوړاندې څخه ټاکل شوي مسوولي چلوي څوک چې دارټيکل ٦٣ اى لاندې دووت اچولو يا نه اچولو امر نه شي کولى، ځواب کې ويل شوي سپيکر ته  دغړو دووټ مسترد کولو واک نه شي ورکړى کيدى  او ارټيکل ٦٣ اى دوړاندې څخه غير جمهوري دى، په ازاد حېثيت کې  دګټې ترلاسه کولو وروستو په ګوند کې دشامليدونکو چوکۍ هم دګوند پابند کيږي،

 همدغه راز  مسلم ليګ(ن)  پخپل جواب کې د ارټيکل ٦٣ اى تشريح لپاره  جمع کړى شوى صدارتي ريفرنس  دمحکمې    قيمتي وخت ضايع کول ګرځولي او ويلي يې دي چې  داساسي قانون ارټيکل ٦٣ اى او ٩٥ په ډاګه دي،هر غړي ته دووټ اچولو حق دى، کوم چې به په شميرنه کې راځي، صدارتي ريفرنس له وخت څخه وړاندې او غيرضروري مشق دى، سترې محکمې ته داساسي قانون  دتشريح واک ترلاسه دى خو  په اساسي قانون کې دبدلون نه.

 واکمن ګوند تحريک انصاف پخپل  جواب کې ويلي  ووت دګوند امانت دى او  دبې باورۍ په تحريک   دووټ انفرادي حېثيت نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button