پاکستانمهم خبرونه

عمران خان دبې باورۍ دتحريک او بلاول دحکومت دناکامۍ ادعا کوي

عمران خان دبې باورۍ دتحريک او بلاول دحکومت دناکامۍ ادعا کوي

 دمخالفو ګوندونو له لوري  په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحريک وړاندې  کيدو او وزيراعظم څخه دمستعفي کيدو دغوښتنې وروستو  عمران خان په يو صورت کې هم داستعفا  نه ورکولو اعلان کړى او ويلي يې دي که حکومت يې رانسکور کړى شو نو خاموش به نه کښيني.

په عين حال کې   دحکومت ديو ستر مخالف ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ  مشر بلاول بهټو زرداري  په ملاکنډ کې  جلسې ته وينا کې  ويلي دي  حکومت اکثريت دلاسه ورکړى  او ختم شويدى، بلاول بوټو وويل  دوزيراعظم لرې کولو لپاره به هغه نه  خو څلورم نمبر دروازه ډبوي او نه به هم دتور کوټ اغوستو په ترڅ کې محکمې له ځي، بلاول بهټو وويل  مقابله به دمينځګړي يا امپاير په ګوته نه بلکې دووټ په ګوته کيږي.

بلاول بوټو عمران خان ته  وويل هغه دې دلسو کسانو دجلسې کولو پځايې  دې هغه په اسمبلۍ کې د173 غړو جلسه وکړي

 خبريالانو سره په خبرو کې وزيراعظم ويلي   “وخت به ښايي چې استعفا څوک ورکوي،شکست منونکى نه يم، څوک دې په غلـط فهمۍ کې نه اوسي چې  په کور کې به کښينم”

 عمران خان وويل ”  حکومت يې ځي او که ځان يې ځي په اصولو به سازباز نه کوي  او نه به هم دغلو سره کښيني”

 عمران خان وويل ” درايې اچونې څخه يوه ورځ دمخه به  مخالفو ګوندونو ته سرپرايز(حيرانتيا) ترلاسه شي” ، عمران خان وويل”   دا وليکئ چې  دبې باورۍ تحريک به ناکاميږي او ميچ به مونږ ګټو،  دسياست لپاره دې پوځ بدنام نه کړى شي دپوځ سره نن هم ښې اړيکې لرم”

  دهيواد مخالفې ډلې  موجوده حکومت غيرقانوني ګرځوي او تور لګوي چې  دعمران خان حکومت  ووټ دلارې دمنتخب کيدو پځايې  دوړاندې څخه ټاکل شوى حکومت دى او ترې  دمستعفي کيدو او يا په پارلمان کې  دبې باورۍ  دتحريک دمقابلې  کولو غوښتنه کوي خو عمران خان   نيغه په نيغه دبې باورۍ دتحريک  دمقابلې پځايې  په  اسلام اباد کې په ٢٧م مارچ  دلسو لکو کسانو دجلسې کولو  اراده لري او ژمنه يې کړې چې  دبې باورۍ دتحريک له ناکاميدو وروستو به  دمخالفو ګوندونو په ضد سخت ګامونه اخلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button