افغانستانمهم خبرونه

کابل:طالبانو دجينکو سکولونه بيا وتړل

کابل:طالبانو دجينکو سکولونه بيا وتړل

طالبان دجينکو دسکولونو دپرانستو له  ژمنې څخه پشا شوي او ويلي يې  دي دجينکو سکولونه به  تر هغې تړلي وي ، ترڅو چې  دهغوي لپاره  داسلامي قانون له مخې يو پلان نه وي جوړ کړى شوى.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو  دمشن مشرې ډيبورا لاينز ويلي  دا پريشانه کوونکي راپورونه يې اوريدلي چې دشپږم جماعت څخه پورته  ښځينه زده کوونکې به  دچارواکو لخوا بيرته سکولونو ته نه بلل کيږي، که چرې  دا رښتيا وي نو ددې ممکنه سبب څه کيدى شي؟

دکابل ددريوو هايي سکولونوښوونکو او زده کوونکو ويلي نن سحر نجونې  په خوشحالۍ  خپلو سکولونو ته ستنې شوې  خو هغوي ته وروستو طالبانو امر کړى چې بيرته دې خپلو کورونو ته لاړې شي  دڅه له امله چې  زياتره جينکۍ  زده کوونکې په ژړا شوي هم دي.

طالبانو له دې وړاندې دکال ١٩٩٦ء څخه تر ٢٠٠١ء پورې دخپلې لمړۍ واکمنۍ په مهال  په افغانستان کې دزنانه ؤ په تعليم او روزګار بنديز لګولى و.

نړيوالې ورورولۍ  په راتلونکي کې دطالبانو دحکومت په رسميت دپيژندو لپاره  دجينکو دتعليم څخه بنديز پورته کول ديوې بنيادي غوښتنې په توګه مخې ته راوړې ده.

دطالبانو دتعليم وزارت تيره اوونۍ اعلان کړى و چې دجينکو زده کوونکو په ګډون به دټولو زده کوونکو لپاره نن ټول سکولونه پرانستل شي، طالبانو دهايي سکولونو دجينکو په  تعليم تر دې مهاله بنديز لګولى.

تيره ورځ دطالبانو دتعليم دوزارت وياند په يو ويډيو بيان کې  ټولو زده کوونکو ته  په دې خبره مبارکي ورکړې وه چې هغوي به يوځل بيا کلاسونو ته ستانه شي.

خو نن سحر دطالبانو دتعليم دوزارت په يوه حکمنامه کې ويل شوي  دجينکو سکولونه به تر هغې تړلي وي ترڅو چې  داسلامي قانون او افغان کلتور سره سم  دهغوي لپاره يو پلان نه وي جوړ شوى.

دطالبانو په دغه حکمنامه کې ويل شوي   هغوي  دټولو هايي سکولونو جينکو او هاغو سکولونو ته چې  دشپږم جماعت څخه پورته جينکۍ زده کوونکې لري، خبر ورکوي چې دغه سکولونه تر راتلونکي امر بند دي.

دطالبانو يوې انتظامي سرچينې رويټرز خبري ادارې ته پخلى کړى چې  په کابل کې به اوس دجينکو سکولونه تړلي وي، خو په دې اړه يې نور سپيناوى نه دى کړى.

طالبان هڅه کوي افغانستان داسلامي قانون دخپلې تشريح سره سم وچلوي ، خو په دغه مهال   هغوي هاغو بلينونو بهرنيو ډالرو ته دلاسرسي هڅې هم کوي چې په افغانستان کې  ورته  په پراخه پيمانه دغربت او ولږې  دخاتمې لپاره اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button