پاکستانمهم خبرونه

سکهر کې واده څخه په انکار کولو هندوه جينۍ وژل شوې ده

سکهر کې واده څخه په انکار کولو هندوه جينۍ وژل شوې ده

  دسندهـ صوبې  دسکهر سيمې  پوليسو وينا ده چې  ددغه ښار دچهوهارا منډۍ سره نزدې  دهندو ورورولۍ سره تعلق لرونکې  يوه اتلس کلنه جينۍ  پوجا کماري  له واده څخه په انکار کولو په ډزو ويشتل شوې او وژل شوې ده.

دډان ورځپاڼې دراپور له مخې  دسيمه ييزو پوليسو مشر سکهر پشير جاګيراني له مخې  په دغه جينۍ دډزو کوونکي تن پيژندګلو  دواحد بخش لاشاري په نوم سره شوې ده او زياته کړې يې ده چې  دغه تن  دخپلو دوو ملګرو سره  دهندوې  جينۍ  جينۍ  پوجاکماري  کور ته داخل شوى او ډزې يې کړيدي.

 دپوليسو وينا ده ملزم واحد لاشاري  دپوجاکماري سره واده کول غوښتل  خو دغه جينۍ ورسره  له واده کولو څخه انکار کړى و.

 دوژل شوې جينۍ دپلار  صاحب اوډ  په مدعيت کې    دهغه دلور دوژنې مقدمه درج کړى شوې ده.

پوليسو وروستو ملزم واحد لاشاري  نيولى او سيمه ييز عدالت ته يې وړاندې کړى  چرته چې هغه دلسو ورځو په بدني ريمانډ پوليسو ته سپارل شويدى.

 دهندوې جينۍ پوجا کماري  دوژنې په ټولنيزه ميډيا سخته غندنه روانه ده او دټولنيزې رابطې په ويب سائټ ټويټر  پوجا لپاره دانصاف په نوم هيش ټيګ ټرينډ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button