پاکستانمهم خبرونه

پېښور کې په ډزو يو تن قتل،خپلوانو يې احتجاج کړى

پېښور کې په ډزو يو تن قتل،خپلوانو يې احتجاج کړى

  دپېښور   دبخشو پل خان ګهړۍ سيمه کې  ديو تن دوژل کيدو او دريوو نورو دژوبل کيدو په ضد دهغوي خپلوانو احتجاجي مظاهره  کړې ده.

 مظاهره چيانو  خشو پل  تر ډيره ساعت دټريک لپاره بند کړى او په سړک يې  ټاير هم سوځولى  چې له امله يې  خلک په تګ راتګ کې دستونزو سره مخ شويدي.

 ددغه ځايې استوګنو   وحدت نيوز ته دپېښې په اړه وويل  دميا ګجرو سيمې کسان دخان ګهړۍ دخلکو نزدې رشته دار دي، وړومبى ددوي ترمينځ دماشومانو پسر په معمولي تکرار رامينځته شوى او وروستودمياګجرو خلکو دماشومانو دپېښې وروستو په خان بابا ګهړۍ  کې په اوسيدونکو خپلو رشته دارو ډزې کړي چې له امله يې يو تن مړ او درې نور ژوبل شويدي.

 دسيمه ييزو خلکو وينا ده  په حمله کوونکو يو پوليس عسکر او دوه نور کسان په موقعه نيول شوي  چې  پوليسو وروستو  دپوليس عسکر پلار او دتره ځوې پريښودي.

 مظاهره چيانو نن دپېښې په ضد احتجاج کړى او دبخشو پل سړک يې  تر نامعلومه وخته تړلى، مظاهره چيانو غوښتنه کړې ده چې دوي ته دې انصاف ورکړى شي او پېښه کې ککړو مجرمانو ته دې سخته سزا ورکړى شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button