پاکستانمهم خبرونه

اسلام اباد کې دپاکستان دورځې په مناسبت دروند پوځي پريډ

اسلام اباد کې دپاکستان دورځې په مناسبت دروند پوځي پريډ

په ټول هيواد کې دپاکستان ورځ په ملي جوش او جذبې سره نمانځل کيږي، دې لړ کې په اسلام اباد کې دوسله والو پوځونو پريډ هم روان دى.
دورځې پيل په جوماتونو کې له ځانګړو دعاګانو او پاک فوځ له لوري دتوپو له سلامۍ څخه شويدى.
دغه ورځ په ٢٣م مارچ ١٩٤٠م کې دال انډيا مسلم ليګ غونډه کې دمنظور کړى شوي لاهور دقرارداد په ياد کې نمانځل کيږي چې پکې دهاغه وخت يو شمير مسلمانانو دځان لپاره دبيل وطن غوښتنه کړې وه.
په ټولو حکومتي او شخصي ودانيو قامي بيرغونه رپول شوي،پاک فوځ په اسلام اباد کې د٣١ او په صوبايي سرښارونو کې د٢١،٢١ توپو سلامي ورکړې ده.
دپاکستان دورځې په ځانګړې دستوره کې دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي، وزيراعظم عمران خان، وفاقي وزيرانو او ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو ترڅنګ داو ايي سي ډلې خارجه وزيرانو هم ګډون کړيدى.
دپاکستان دورځې دستورې ته پخپله وينا کې صدرعارف علوي ويلي پاکستان يو ذمه وار اتومي قوت دى او دټولو هيوادونو سره سوله غواړي خو دڅه رقم جارحيت به خله ماتى ځواب ورکولى شي.
دهغه وينا وه ټولنه دعدم برداشت او تندلاريتوب پشان ستونزو سره مخ ده خو دقامي ګټو لپاره به دمحمدعلي جناح داصول، تنظيم او باور تګلاره ياد ساتلى شي.
همدغه راز پخپل يو پيغام کې وزيراعظم عمران خان دمحمد علي جناح ورکړى شوو اتحاد، ايمان او نظم وضبط په اصولو دعمل کولو او دپاکستان په حقيقي معنو کې دمدينې درياست په طرز دجمهوري فلاحي رياست جوړولو په ضرورت زور راوړى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button