پاکستانمهم خبرونه

د قاضي عيسي دارټيکل 63 اى تشريح لپاره په جوړ شوي بينچ نيوکه

د قاضي عيسي دارټيکل 63 اى تشريح لپاره په جوړ شوي بينچ نيوکه

 دسترې محکمې يو مشر جج  قاضي فايز عيسي  مشر قاضي ته ددريوو پاڼو يو ليک ليږلى  چې پکې  په دې خبره رڼا اچول شوې چې  دارټيکل ٦٣ اى دتشريح لپاره جوړ کړى شوي پينځه کسيز بينچ کې داسې ججان شامل دي   دمحکمې دمشرولۍ  په فهرست کې په څلورم، اتم او ديارلسم  نمبر دي.

 دورځپاڼې ډان دراپور له مخې په دې ليک کې ويل شوي  دا عمل  په مقدمو کې  دمهمو ايني پوښتنو شامليدو په صورت کې  دمشر قاضي  په ځانګړي واک سره  دپېشروانو  له لوري ترټولو  په مشرانو قاضيانو دمشتمل بينچونو جوړيدو دغوره طريقې  په پريښودو سره شويدى.

 په ليک کې ويل شوي داساسي قانون ارټيکل  يو سل څلور اتيا درې لاندې  دسترې محکمې بار ايسوسي ايشن خواست دارټيکل 186 لاندې دصدارتي ريفرنس سره يوځايې نه شي اوريدل کيدى  چې پکې صدر  دارټيکل 63 اى  په تشريح  درايې خواست کړى و.

 په ليک کې ويل شوي داين ارټيکل 184(3) لاندې داصل  واک دايره او ارټيکل 186 لاندې  دمشاورتي  واک دايره بيخي مختلف دي  نو ځکه ددې په يو ځايې اوريدنه نه شي کيدى.

 په خط کې دافسوس څرګندونه شوې او ويل شوي چې   دموجوده بينچ  په اين کې هيڅ دپوهې وړ معيار نشته،دا ترټولو پريشانه کوونکى دى او دې غيرضروري بدګمانۍ زيږولي دي.

 په ډاګه دې وي چې دصدر عارف علوي لخوا  داساس قانون ارټيکل 63م اى تشريح لپاره  دليږل شوي ريفرنس داوريدنې په غرض   سترې محکمې د مشر قاضي عطا بنديال  په مشرۍ  پينځه کسيز لويې بينچ جوړ کړى و ، ددې کيس اوريدنه به سبا دزيارت په ورځ کيږي، دلويې بينچ په نورو غړو کې قاضي اعجازالحسن، قاضي مظهر عالم خان مياخيل،  قاضي منيب اختر او قاضي جمال خان مندوخيل شامل دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button