افغانستانمهم خبرونه

دهندي خبريال افغانستان کې دوژنې په ضد دهغه کورنۍ نړيوال محکمې ته مراجعه کړې

دهندي خبريال افغانستان کې دوژنې په ضد دهغه کورنۍ نړيوال محکمې ته مراجعه کړې

 دنړيوالې خبري ادارې رويټرز سره تړلي دهند خبريال دانش صديقي  موروپلار  بين المللي فوجداري محکمې ته  مراجعه کړې ده او ددانش صديقي  دوژنې لړ کې يې په افغانستان کې  دطالبانو  دواکمنو ځينو مشرانو په ضد داقداماتو غوښتنه کړې ده.

38 کلن  دانش صديقي  تيرکال په ١٦مه جولايي هاغه وخت دافغانستان دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمينځ دنښتې په مهال وژل شوى و چې هغه  دنړيوالې خبري ادارې رويټرز لپاره  په افغانستان کې دطالبانو  دقبضې  دپېښو کوريج کولو،دانش صديقي  دوژل کيدو په مهال  دطالبانو په ضد دجګړه کوونکې افغان کماننډو ځواکونو په حفاظت کې ؤ، په هاغه وخت کې دميډيا په راپورونو کې ادعا شوې وه چې هغه طالبانو په بې دردۍ سره وژلى ؤ.

 دامريکا غږ دراپور له مخې  ددانش صديقي کورنۍ په نوي ډيلي کې يو ورچويل  مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال تور لګولى و چې  دغه کومه يواځينۍ پېښه نه ده، دهغوي  په وينا دعامو وګړو او  خبريالانو وژنه دطالبانو دعسکري ضابطه اخلاق  په تګلاره کې شامل دي.

 ددانش صديقي  موروپلار اختر صديقي او شاهده اختر وويل  هغوي نړيوالې محکمې ته خواست کوي چې  ددوي  دځوې دوژنې پلټنې وکړي او  او دطالبانو دلوړپوړو کمانډرانو او مشرانو په ګډون دې ټول مسوولين  دانصاف منګول ته راکش کړي، هغوي ويلي ددانش صديقي وژنه يو قتل نه بلکې جنګي جرم هم دى.

 ددانش صديقي دموروپلار له لوري  وکيل اوي سنګهـ ويلي دجرمونو بين المللي  فوجداري محکمې ته خواست کوي چې ددانش صديقي  دوژنې پلټنې دې وکړي،هغه تور لګولى چې دانش صديقي لمړى په نخښه کړى شوى ، دتکليف سره مخ کړى شوى او وروستو هغه مړى شوى.

 په خواست کې دطالبانو مشر ملا هبة الله  اخندزاده، دطالبانو دشورا او طالبانو موجوده وزيراعظم ملا حسن اخند، دطالبانو مهم مشر ملا عبدالغني برادر، دطالبانو ددفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد، دقندهار  ولايت  والي ګل اغا شيرازي، دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد او دنورو سيمه ييزو کمانډرانو نومونه درج کړى شويدي.

 وکيل اوي سنګهـ ويلي  دا يو اوږد  عمل دى، په افغانستان کې ددې پېښې پلټنې ممکنې نه دي خو ددې مطلب دا نه دى چې  چاته به ذمه نه وي ورکول.

 ددانش صديقي  موروپلار ويلي اوس دهغوي ځوې واپس خو نه شي راتللى خو کهچرې دهغه دمرګ  دذمه وارانو په ضد اقدام وکړى شي نو دهغوي تکليف به يو څه راکم شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button