افغانستانپاکستانمهم خبرونه

داو ايي سي غونډه کې په نړۍ دافغانستان مرستې لپاره دراوړاندې کيدو غږ

داو ايي سي غونډه کې په نړۍ دافغانستان مرستې لپاره دراوړاندې کيدو غږ

  په اسلام اباد کې داسلامي همکاريو دډلې( او ايي سي) دخارجه وزيرانو دکونسل  په 48مه غونډه کې ديو شمير  هيوادونو او ادارو دمشرانو له لوري  دافغانستان لپاره  دبشري خواخوږۍ په اساس  دټرسټ فنډ  جوړيدل غوره ګام ګرځول شوى خو ددې ترڅنګ په ډاګه کړى شوې چې دافغانستان مرسته  يوه اداره  په يواځې سر نه شي کولى، دې لړ کې به نړيوالې ورورولۍ ته راوړاندې کيدل وي.

 داسلامي همکاريو دډلې( او ايي سي) دخارجه وزيرانو  دکونسل 48مه غونډه په اسلام اباد کې دوامداره ده، وزيراعظم عمران خان  غونډې ته دوينا په مهال  ويلي  په نړيواله کچه  داسلاموفوبيا  حقيقت تسليميدل  لويې برياليتوب دى.

 دکانفرنس  لمړۍ غونډې ته په وينا کې داو ايي سي عمومي سيکتر   حسين ابراهيم طه، دسعودي دبهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان، دچين دبهرنيو چارو وزير وانګ يې هم وينا کړې ده.

 وزيراعظم عمران خان پخپله وينا کې وويل  دناين اليون له بريدونو وروستو په ټوله نړۍ کې  اسلاموفوبيا کې اضافه شوې ده، دهرې ترهه ګريزې پېښې وروستو الزام په سملاسي توګه په اسلام  لګول پيل شوي  او  داسلام دترهه ګرۍ  سره دتړلو دعمل له امله ترټولو زيات مسلمانان اغيزمن شوي چې پکې ګڼ مسلمانان په لويديز کې مېشته دي.

 وزيراعظم وويل دنړۍ يونيم ارب مسلمانانو ته  په بلاک کې دويشلو او  په شخړو کې دښکيل کيدو پځايې دسولې لپاره خپل قوت څرګندول پکار دي، هغه ويلي په بنيادي معاملو به او ايي سي ته يو متحده محاذ جوړول وي،هغه وويل  دشخړې نه بلکې دسولې  پلوي کوي.

عمران خان وويل  کومو هيوادنو چې دمدينې درياست اصول خپل کړي، هغوي خوشحالي موندلې، دمدينې درياست جوړيدل لويې انقلاب ؤ.

همدغه راز دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي    داو ايي سي دخارجه وزيرانو دکونسل  پرانستې غونډې ته په وينا کې  وويل   دغړي په توګه به پاکستان  د اسلامي هيوادونو ترمينځ  زغم ته وده ورکوي.

ددې ترڅنګ داسلامي پرمختيايي  بينک( ايي ډي بي) ډلې مشر ډاکتر محمد الحسبير وويل  دافغانستان د ولس مرستې لپاره   داسلامي همکاريو ډلې او امداد ورکوونکو هيوادونو او ادارو ترڅنګ  دبين المللي ورورولۍ  مربوطو هڅو ته اړتيا ده.

هغه  دافغانستان لپاره   دهيومنيټرين ټرسټ فنډ دجوړيدو هرکلى کړى او ويلي يې دي دا دافغانستان د ولس سره داو ايي سي له لوري ديو والي څرګندونه ده، ددغه فنډ فعاليت سره به په افغانستان کې دبشري خواخوږۍ په اساس  دمرستې ورکړه باوري شي، هغه وويل هڅه به يې وي چې دفنډ دلارې  ترلاسه کړې شوو پېسو او مرستو روڼ انده  استعمال باوري کړى شي.

 هغه دا هم وويل چې دافغانستان د ولس دمرستې کار يواځې يوه اداره يا هيواد  په يواځې سر نه شي کولى، دې لړ کې به بين المللي ورورولۍ ته دافغان  ولس دمرستې لپاره راوړاندې کيدل وي.

همدغه راز  داو ايي سي سيکرټري جنرل حسين براهيم طه پخپله وينا کې وويل  اوکراين او دروس  دبحران له امله داو ايي سي   دغړو هيواونو په  اقتصادي منفي اغيزې کيدى شي  کوم چې دنړۍ دابادۍ ٢٨ فيصده دي.

 دسعودي عرب دبهرنيو چارو وزير  فيصل بن فاران السعود غونډې ته پخپله وينا کې وويل دافغانستان لپاره  دانساني خواخوږۍ په اساس دټرسټ  فنډ جوړيدل غوره ګام دى، دې سره به دکډوالو مرسته وشي.

هغه وويل  دنړيوالو قراردادونو له مخې دفلسطين ستونزه په پرامنه توګه هواريدل غواړي او زياته کړې يې ده چې دکشمير دستونزې دمنصفانه هواري لاپره نړيوالې ورورولۍ ته کردار ادا کول پکار دي، ددې ترڅنګ هغه وويل په يمن کې حوثې مليشو ته دوسلو ورکړه بنديدل پکار دي.

 داو ايي سي دکانفرنس ايجنډا څه ده او څو څوک پکې ګډون لري؟

 داسلامي همکاريو دډلې( او ايي سي) دخارجه وزيرانو دکونسل ٤٨مه غونډه دنهې په ورځ ورځ په اسلام اباد کې پيل شوې ده چې پکې  داووه پنځوس اسلامي هيوادونو  خارجه وزيران، مبصرين  او ميلمانه ګډون کوي.

  د٥٧ اسلامي هيوادونو دا دوه ورځنۍ غونډه داتحاد، انصاف او پرمختګ  دشراکت دارۍ  په موضوع ترسره کيږي.

 غونډه کې په افغانستان کې دبشري بحران  په وضعيت غور کولى شي،همدغه راز په نړيواله کچه ترهه ګري او دشخړو هوارى  دکانفرنس په موضوعاتو کې شامل دي.

داو ايي سي وينا ده دا غونډه په افغانستان کې په بشري وضعيت تير دسمبر کې دبهرنيو چارو دوزيرانو دځانګړې غونډې وروستو داو ايي سي  ددوهمې ډاګيزې سرګرمۍ استازيتوب کوي.

  دچين دبهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې غونډه کې دځانګړي ميلمه په توګه ګډون کړى، دا لمړۍ موقعه ده چې دچين کوم خارجه وزير داو ايي سي  دبهرنيو چارو دوزيرانو دکونسل په غونډه کې ګډون کړيدى.

  دامريکا دبشري حقونو لپاره انډر سيکرټري عزرا ازايه هم په غونډه کې ګډون لري.

 پاکستان په غونډه کې دګډون لپاره دطالبانو دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ته په  غونډه کې دګډون بلنه ورکړې وه، خو دافغانستان استازيتوب  پکې محمد اکبرعظيمي کوي.

 په ډاګه دې وي  چې او ايي سي   دطالبانو حکومت تراوسه نه دى تسليم کړى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button