افغانستانپاکستانقبائلمهم خبرونه

پوهان وايي د2017م سرشميرنې قبايل له خپلو حقوقو څخه محروم کړيدي

پوهان وايي د2017م سرشميرنې قبايل له خپلو حقوقو څخه محروم کړيدي

 دقبايلي سيمو په وضعيت  دنظرلرونکو پوهانو وينا ده  د٢٠١٧م دحکومتي سرشميرنې له امله  قبايل  دملازمتونو، اين ايف سي ايوارډ کې  دځانګړې برخې او په پارلمان کې  دمناسبې  نمايندګې څخه محروم کړى شويدي، دوي  په حکومت غږ کړيدى چې قبايل دوړاندې څخه دترهه ګرۍ په ضد دجګړې له امله زيات ځپل شوي نو ځکه دسږکال په  اخره کې په اعلان کړې شوې سرشميرنه کې دې  شوې تيروتنې سمې کړي.

 په خېبرپښتونخوا کې  د2017م کال دسرشميرنې په ضد يو ولسي  وګړى دپېښورهايکورټ ته مراجعه کړې ده.

عدالت  دخواست کوونکي  محمد اقبال جاويد وينا ده  خېبرپښتونخوا او په ځانګړې توګه قبايلي سيمو کې دې  دمناسب طريقه کار له کارولو پرته  شوې د2017م سرشميرنه غيرقانوني وګرځولى شي.

 هغه ويلي  دامنيتي ځواکونو دترهه ګرۍ په ضد جګړې له امله قبايلي سيمې دزيان سره مخ شوي، په دې مهال اتيا فيصده خلک پخپلو کورونو پريښودو مجبور شويدي.

وحدت نيوز چې کله  د2017م دسرشميرنې په اړه  دقبايلي  سيمو سره تعلق لرونکي خبريال شمس مهمند څخه پوښتنه وکړه چې  دپوره سرشميرنې  په سم ډول نه ترسره کيدو قبايلي ولس ته څه زيان رسيدلى نو هغه وويل ” ترټولو  لمړۍ خبره خو دا ده چې  په اين ايف سي ايوارډ کې  صوبو ته خپلې برخې  دابادۍ په بنياد ورکولى شي  او هرکله چې  د2017م په  سرشميرنه کې  دقبايلي په سم ډول شميرنه نه ده شوې نو څرګنده خبره ده چې ددې به دقبايلو ترڅنګ صوبې  ته هم زيان رسيږي”

شمس مهمند وويل ”  په سم ډول دسرشميرنې نه کيدو  دوهم  زيان  قبايلو ته دا دى چې  دکوټه نظام لاندې  هغوي ته کوم ملازمتونه ترلاسه کيږي، له هغې څخه  هم بې برخې شوي او ددې ترڅنګ  په قامي او صوبايي اسمبليو کې به يې استازيتوب  هم دحقيقي ابادۍ  په مناسبت کم وي”

  دهغه وينا وه په ٢٠١٧م کې په ترسره شوې  سرشميرنه يواځې  دقبايلو نه بلکې   دايم کيو ايم او اى اين پي په ګډون دبيلا بيلو سياسي  ګوندونو او په ځانګړې توګه دسندهـ حکومت لخوا هم  اعتراضونه مخې ته راغلي دي.

شمس مهمند وويل  ددغه ستونزې دهواري ترټولو غوره لاره دا ده چې  دروان کال په اخره کې چې حکومت دکومې دوباره سرشميرنې اعلان کړى  په هغې کې دې دقبايلو اندراج  دقامي شناختي کارډ په اساس وکړى شي.

  ايډوکيټ ملک محمد اجمل خان دلارې په جمع کړى شوي خواست کي دفيډريشن اف پاکستان دلارې داسټيبلشمنټ ډويژن سيکتر، دګډو ګټو دکونسل مشر، دمنصوپه بندۍاو پرمختګ او خزانې ډويژنو سيکتر، دشمارياتو  دادارې  مشر، دجيولوجيکل سروى اف پاکستان ډايريکټر، دخېبرپښتونخوا  چيف سيکتر، دخېبرپښتونخوا دبورډ اف ريونيو،  لوکل ګورنمنټ او خزانې دمحکمو سيکتران فريق جوړ کړى شويدي.

 دخواست کوونکي وينا ده دسي سي ايي غونډه کې دسندهـ له لوري  هم د٢٠١٧م سرشميرنه څو ځله رد کړى شوې  دکوم له امله چې سرشميرنه لانجمنه شوې ده.

 خواست كوونكي ويلي په ٢٠١٧م کې په خېبرپښتونخوا کې داسې حالات نه وو چې  منصفانه سرشميرنه دې وکړى شي او نه هم حکومت دمنصفانه سرشميرنې  ترسره کولو لپاره اقدامات کړي او دې لړ کې يې  دصوبې په ځانګړو سيمو کې دموجودو استوګنو خلکو شميرنه کړې.

   دقبايلي سيمو په امورو نظر لرونکي خبريال صفي الله ګل وحدت نيوز ته د٢٠١٧م دلانجمنې سرشميرنې په اړه وويل ”  په سرشميرنه  اعتراضونه  په لمړي ځل مخې ته نه دي راغلي، په پاکستان کې  په لمړي ځل په ترسره شوې سرشميرنه هم نيوکې شوې وې، ايم کيو ايم په هاغه وخت کې هم  نيوکې کړې وه چې  دمهاجرو سمه شميرنه نه ده شوې”

هغه وويل”  نن  دپاک سرزمينې  ګوند مشر مصطفي کمال  او نور  په سرشميرنه  اعتراض لري، دترهه ګرۍ له امله  زياتره خلک کراچۍ ته بې کوره شوي او زياته کړې يې ده چې  دډي ايي خان او شمالي وزيرستان په ګډون دبيلا بيلو سيمو دبې کوره شوو خلکو سمه شميره نه ده شوې”  هغه وويل  ” دشمالي وزيرستان يواځې ددريوو تحصيلونو حقيقي  شميره  داندراج شوې حکومتي شميرې څخه زياته ده، حالانکې په شمالي وزيرستان کې ټول نهه تحصيلونه دي”

ددې ترڅنګ  دشمالي وزيرستان يو  تکړه خبريال احسان داوړ په دې اړه  وحدت نيوز ته وويل”  حکومت چې  دشمالي وزيرستان په سرشميرنه کې کومه پينځه نيم لکه ابادي ښودلې دنادرا دريکارډ ترمخه  دسيمې اته نيمو لکو څخه زياتو خلکو ته شناختي کارډونه جاري کړى شي،  دلکونو په شمير کې   خلکو لا شناختي کارډونه نه دي جوړ کړي، په ګڼ شمير کې خلک لا اوس هم دکډوالۍ په حالت کې دي، چې دهغوي شميره هم نه ده شوې، هغه وويل دفاټا ډيزاسټر  منيجمنټ اتهارټۍ دډيټا له مخې  دشمالي وزيرستان څخه يو لک لس زره کورنۍ بې کوره شوي  او په سابقه فاټا کې  ديوې کورنۍ دخلکو شميره لږ ترلږه لس شميرلى کيږي دکوم څخه چې په ډاګه کيږي چې  د٢٠١٧م په سرشميرنه کې  دسيمه ييزو خلکو سمه شميرنه نه وه شوې”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button