افغانستانپاکستان

اسلام اباد کې داو ايي سي دخارجه وزيرانو دکونسل غونډه روانه ده

اسلام اباد کې داو ايي سي دخارجه وزيرانو دکونسل غونډه روانه ده

 داسلامي همکاريو دډلې( او ايي سي) دخارجه وزيرانو دکونسل ٤٨مه غونډه دنهې په ورځ  په اسلام اباد کې پيل شوې ده چې پکې  داووه پنځوس اسلامي هيوادونو  خارجه وزيران، مبصرين  او ميلمانه ګډون کوي.

  د٥٧ اسلامي هيوادونو دا دوه ورځنۍ غونډه داتحاد، انصاف او پرمختګ  دشراکت دارۍ  په موضوع ترسره کيږي.

 غونډه کې په افغانستان کې دبشري بحران  په وضعيت غور کولى شي،همدغه راز په نړيواله کچه ترهه ګري او دشخړو هوارى  دکانفرنس په موضوعاتو کې شامل دي.

داو ايي سي وينا ده دا غونډه په افغانستان کې په بشري وضعيت تير دسمبر کې دبهرنيو چارو دوزيرانو دځانګړې غونډې وروستو داو ايي سي  ددوهمې ډاګيزې سرګرمۍ استازيتوب کوي.

  دچين دبهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې غونډه کې دځانګړي ميلمه په توګه ګډون کړى، دا لمړۍ موقعه ده چې دچين کوم خارجه وزير داو ايي سي  دبهرنيو چارو دوزيرانو دکونسل په غونډه کې ګډون کړيدى.

 دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دچين په دې دستوره کې ګډون او دغړو هيوادونو سره  دخبرو اترو دلارې به تماسونه نور هم پياوړي کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button