پاکستانمهم خبرونه

دبراډشيټ مشر په بنياده تورونو له نوازشريف څخه بخښنه غوښتې

دبراډشيټ مشر په بنياده تورونو له نوازشريف څخه بخښنه غوښتې

 دشتمنيودترلاسه کولو ادارې براډشيټ دبډو رشوتونو په تورونو لګولو دمخالفې ډلې تل عمري مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف څخه بخښنه غوښتې ده.

 دغه  کمپنۍ ته پخواني پوځي امر جنرال (ر) پرويز مشرف  دشريف کورنۍ  په ګډون دسياسي مخالفينو په ضد  دپلټنو ټهيکه ورکړې وه، دکومې مشر چې  شخصي ټي وي چينل جيو نيوز سره په يوه مرکه کې بخښنه غوښتې ده.

 کاوى موسي  ويلي هغوي ته  دنورو لوټل شوى ډير دولت ترلاسه شوى خو هغه په ځانګړې توګه ويل غواړي چې دخواوشا يوويشتو کلونو په پلټنو کې  دنوازشريف يا دهغه دکورنۍ  دکوم غړي يوه روپۍ هم نه وه.

 کاوى موسوي دا هم وويل چې دقامي احتساب بيورو  په شکل کې  په دهوکه کې دفريق په جوړيدو هغه دپخواني وزيراعظم څخه په بخښنې غوښتو کې  هيڅ پريشاني نه لري ، هغه دقامي احتساب بيورو اداره يوه دهوکه ګرځولې ده.

 هغه ويلي  نوازشريف  دمکروه تورونو دلارې په نخښه کړى شوى او زياته يې کړه کله چې حقايق بدل شول نو هغه هم خپل خيالات  بدل کړل.

 له دې وړاندې  کاوى موسوي څو ځله دعوه کړې وه چې دهغه سره دپخواني وزيراعظم نوازشريف  په ضد دبډو رشوتونو شواهد دي  او تور يې پورې کړى و چې  شريف کورنۍ هغه  سره  درشوت ورکولو لپاره  رابطه کړې وه.

 خو شريف کورنۍ دغه تورونه رد کړي وو او دبراډ شيټ له لوري يې ايون فيلډ اپارټمنټس  په اړه ددعوې په دفاع کې په ناکامۍ دقانوني لګښتونو په مد کې  دشل زره پاونډو په ترلاسه کولو کې کامياب شوي وؤ.

کاروى موسوي  ويلي  تر دوو لسيزو داحتساب په نوم  دنوازشريف دپه نخښه کولو دکارروايو په برخې جوړيدو شرمنده دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button