پاکستانمهم خبرونه

جوبايډن وايي پوتن کيميايي وسلې کارولى شي

جوبايډن وايي پوتن کيميايي وسلې کارولى شي

د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي  دروسيې ولسمشر ولاديمير پوتن  په تنګه کوڅه کې نښتى او ددې له امله  دکيميايي يا حياتياتي  وسلو  دکارولو انديښنه سيوا شوې ده.

 په واشنګټن ډي سي کې يوې غونډې ته په وينا کې  امريکايي ولسمشر وويل هغه باور لري چې  روس دنوي  جعلي عملياتو لپاره چمتوالى نيسي.

 امريکا او دهغوي ايتلافيانو څو وارې ويلي  روس دکيميايي او حياتياتي وسلو  دکارولو جواز پيدا کولو لپاره ددغو وسلو په اوکراين کې  دشتون دعوه کولى شي.

په عين حال کې داوکراين وسله والو پوځونو وينا ده  روسي پوځ  جزيره نما کرايميا پورې  تلونکې په يوې ځمکنۍ لارې قبضه کولى شي  دکوم له امله چې اوکرايې  دبحيره ازوف  څخه قطع شويدى.

بل لوري ته داوکرايې ولسمشر ولايمير زيلينکسي ويلي  دهغه هيواد دجګړې دخاتمې لپاره  څه رقم مذاکراتو ته هم چمتو دى.

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي وينا ده هغه اشاره ورکړې چې  دروس تر قبضې لاندې کرايميا او دياغيانو دقبضې لاندې صوبې دونيسکاو لوهانسک  په حېثيت هم خبرې کيدى شي خو هغه ويلي چې کوم دسولې تړون به په اوکراين کې داستصواب رايې لپاره وړاندې کولى شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button