پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې وسله والو داى اين پي دټاکنو کانديد وژلى

شمالي وزيرستان کې وسله والو داى اين پي دټاکنو کانديد وژلى

 دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې نامعلومه کسانو د قوم پرست ګوند عوامي نيشنل ګوند جنرل کونسل  چوکۍ کانديد مصور داوړ دهدفي وژنې په يوه پېښه کې وژلى دى.

 دپوليسو وينا ده چې د شمالي وزيرستان په دويم لويې ښار ميرعلي کې وسله والو نقاب پوشانو د ورځې په رڼا کې مصور داوړ په ډزو سره وژلى  دى او وروستو  دهغه مړى د ميرعلي روغتون ته   وړل شوى، پوليسو ويلي  د نامعلومه کسانو په ضد يې  مقدمه درج کړې ده او  دپېښې نورې پلټنې روانې دي.

څو مياشتې وړاندې د وزيرستان د ځوانانو د ټولنې مشر نور اسلام داوړ  چې د مصور داوړ ملګرےؤ، هم د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو سره وژل شوى ؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button