پاکستانقبائلمهم خبرونه

جنوبي وزيرستان کې ددو کسانو په ګوليو سوري شوي مړي ترلاسه شوي

جنوبي وزيرستان کې ددو کسانو په ګوليو سوري شوي مړي ترلاسه شوي

وانا( نورعلي وزير) دجنوبي وزيرستان  په بيلا بيلو ځايونو کې په ګوليو دسورو شوو دوو کسانو مړي ترلاسه شويدي په کوم چې دسيمې ولس دغم او غصې څرګندونه کړې ده.

  دسيمې ييزو پوليسو وينا ده  تر دې مهاله  ددغو کسانو دوژنې علتونه نه دي په ډاګه شوي.

 دسرچينو وينا ده دشپې په مهال په تياره کې  دوانا ګريډ سټيشن سره نزدې دجاويد خان  نومې تن ، چې دبدر سرويکۍ اوسيدونکى دى، مړى ترلاسه  شوى ، دمړي سره نزدې يو موټرسايکل هم موجود، تردې مهاله ددغه تن دوژنې علت نه دى په ډاګه شوى.

همدغه راز  دجنوبي وزيرستان دتحصيل برمل  دکالوشه لاګډ سيمې  کې دکالاخان په نوم ديو تن مړى نامعلومو کسانو غورځولى دى.

 دپوليس سرچينو وينا ده ددواړو کسانو مړي دپوسټ مارټم لپاره  روغتون ته وړل شويدي.

ددواړو مړو درشته دارو وينا دهغوي دچا سره څه رقم دښمني نشته ، هغوي دپوليسو څخه  دپېښو دپلټنو  او په وژنو کې  دککړو کسانو دقانون منګول ته دراکش کولو غوښتنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button