افغانستانپاکستان

اسلام اباد کې داو ايي سي غونډه کيږي،افغانستان يې په ايجنډا کې شامل دى

اسلام اباد کې داو ايي سي غونډه کيږي،افغانستان يې په ايجنډا کې شامل دى

 ټاکل شوې ده  داسلامي همکاريو دډلې  دبهرنيو چارو دوزيرانو ٤٨مه غونډه  په ٢٢م او ٢٣م مارچ  په اسلام اباد کې ترسره کيږي ، ددغه غونډې په ايجنډا کې  افغانستان هم شامل دى.

 داو ايي سي وينا ده  دا دوزيرانو  په کچه دوهمه غونډه ده چې مقصد يې  په افغانستان کې دادارې هلو ځلو ته دوده ورکول دي، تيرکال ددسمبر په مياشت کې هم  داو ايي سي دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه ترسره شوې وه چې پکې  دافغانستان په اقتصادي، سياسي او بشري وضعيت خبرې اترې شوې وې.

 او ايي سي پخپل ويب پاڼه يو بيان کې ويلي  داو ايي سي عمومي سيکتر حسين براهيم طه دافغانستان د ولس سره ديو والي څرګندونه کړې ده، هغه داو ايي سي دغړو هيوادونو دا ژمنه تکرار کړې ده  په افغانستان کې به دسولې، امنيت، ثبات او پرمختګ په لړ کې  مرسته کوي.

 او ايي سي ويلي  ادارې  دافغانستان  په مرسته دنړيوالې  ورورولۍ دمرستې ترلاسه کولو په موخه  ګامونه اخستي دي.

په عين حال کې وزيراعظم عمران خان  په عرب نيوز کې خپور کړي خپل يو  مضمون کې ليکلي  څلويښت کاله وروسته  په افغانستان او سيمه کې  دسولې  دبحالۍ يوه حقيقي موقعه شتون لري، هغه  داو ايي سي په غړو هيوادونوغږ  کړى چې  په هيواد کې  دستونزو دهواري لپاره  په ګډ ډول  عمل وکړي.

 هغه ليکلي  بايد مونږ ټول  په افغانستان کې  دبشري  بحران او  اقتصادي  زوال  دمخنيوي لپاره ګډ عمل وکړو او دبشري حقونو او په ځانګړې توګه  دښځو دحقونواو له هيواد څخه  دترهه ګرۍ دګواښ  دخاتمې لپاره  موثره تګلارو ته وده ورکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button