افغانستان

هرې تيارې پسې رڼا راځي، سږنی کال په سختو شرايطو کې نوی کيږي، ډاکټر محمد اشرف غني

هرې تيارې پسې رڼا راځي، سږنی کال په سختو شرايطو کې نوی کيږي، ډاکټر محمد اشرف غني

ابوظبی. وحدت نیوز… پخواني افغان صدر ډاکټر محمد اشرف غني ويلي دي چې زه د يو ستر ملت خدمتګار يم او تر څو چې ژوندی يم د خپل ولس په خدمت به وياړم . سږنی کال په سختو شرايطو کې نوی کيږي . زه د خپل ولس ستونزې او دردونه هره لحظه احساسوم او دا حقيقت دی چې د هرې تيارې پسې رڼا راځي  . ډاکټر اشرف غني د نوي هجري شمسي کال د راتلو په مناسبت پخپل ځانګړي رسنيز پيغام کې ويلي دي چې مونږ کې دا جوهر شته چې د اسلام د مقدس دين په رڼا کې ملي اتحاد وساتو او دا اصل ومنو چې افغانستان د ټولو افغانانو شريک کور دی . مونږ ټول د همدې اصل په نظر کې نيولو سره نوی کال په يو لوی فرصت او ښيرازۍ بدلولی شو . ده ويلي چې د ولس پدې غوښتنه پوهيږم چې څنګه په افغانستان کې تلپاتی ثبات ، اقتصادي پرمختګ ، سوله ، ملي يووالی او ملي او بين المللي مشروعيت ټينګ شي . ډاکټر غني ويلي دي تاريخ ښودلې ده چې د واک نيول اسانه خو ساتل يې ګران دي . دا هم ثابته شوې ده چې د ملي اقتدار د ټينګولو لپاره د ټولو افغانانو د ظرفيتونو ، استعدادونو ، د يو بل منلو او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼلو ته اړتيا ده . ده زياته کړې چې د نبوي حديث مفهوم دی چې :« لوږه انسان غلا ته مجبوروي » له بده مرغه چې نن زيات شمير افغانان له لوږې سره مخ دي او د ژوند تيرولو لپاره خواړه په سختۍ ترلاسه کوي . زه پدې هيله يم چې پدې حالاتو کې ټولنې ته منسجمې طرحې او افکار وړاندې کړم . زه ډاډه يم ، مونږ دا توان لرو چې اقتصادي تحرک راوړو او له دې اوسنيو ستونزو او محتاجو ووځو . پخواني ولسمشر پخپل پيغام کې ويلي دي چې د دغه وضعيت د ودې لپاره ضروري دي چې اوسنی وضعيت وپيژندل شي او يو روښانه تصوير يې وړاندې شي . پدې اړه به زه خپلې څيړنې په راتلونکې اوونۍ کې له ملت سره شريکې کړم . دغه راز د اقتصاد د تضمين لپاره يوې اساسي تګلارې ته اړتيا ليدل کيږي او د دغې موخې لپاره يو منسجم بحث اړين دی چې څنګه د خپلو خورو ، ورو ظرفيتونو او امکاناتو څخه د يو قوي اقتصادي بنسټ جوړولو لپاره کار واخلو . ډاکټر غني ويلي دي چې  د صادراتو د تقويې او وارداتو د کمولو لپاره به خپل وړانديزونه ډير ژر له ولس سره شريک کړم .  وخت ددې دی چې د ولسي اجماع له لارې د افغانستان بدمرغي ختمه کړو او پدې اړوند د ټولو افغانانو تدبير او پوهې ته ضرورت دی . ده ويلي مونږ له پرديو جګړو ستړي يو ، مونږ د سيمې او نړۍ هيوادونو سره د ابادۍ ، سوکالۍ او هوساينې پر اساس اړيکې غواړو . ده ويلي د امنيت او مشروعيت په تهداب افغانستان د اسيا په زړه او څلور لارې بدليږي . ملي مشروعيت د بين المللي مشروعيت د ترلاسه کولو اصل دی . د ابهام حالت او په تيارو کې مزل کول ګټور نه دي . د دغه ابهام د ختمولو او ځان ته د لارې روښانه کولو لپاره بايد له نړيوالو سره په روښانه شرايطو نتيجې ته ورسيږو .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button