افغانستان

 کار کونکو له کار سپارل له قومي، سمتي او د ژبې نه بالا یو اسلامي امر دی، ملا یعقوب مجاهد   

 کار کونکو له کار سپارل له قومي، سمتي او د ژبې نه بالا یو اسلامي امر دی، ملا یعقوب مجاهد   

دافغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد ویلي چې کار اهل کار ته سپارل له قومي، سمتي او ژبني توپیر پرته یو اسلامي امر دی چې دوی ورته ژمن دي. هغه د هرات له ۲۰۷ قول اردو څخه د لیدنې پر مهال زیاته کړې ده چې ا.ا له هیچا سره د قوم، سمت او ژبې پر بنسټ چلند نه کوي. د نوموړي په وینا، کار اهل کار ته سپارل کېدل یو اسلامي امر دی چې ا.ا دې امر ته ژمن دی او کارونه به اهل کار ته سپاري. د یادونې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر خلکو شکایت کړی دی چې ا.ا په ادارو کې پخواني لوړپوړي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل هغه غړي چې په اړونده برخه کې مسلکي او لوړې زده کړې نه لري ګومارلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button