افغانستانپاکستان

حکومت داوړيدلو غړو په ضد ريفرنس جمع کړو،دمخالفو ګوندونو مشران هم عدالت ته رسيدلي

حکومت داوړيدلو غړو په ضد ريفرنس جمع کړو،دمخالفو ګوندونو مشران هم عدالت ته رسيدلي

 دوزيراعظم عمران خان په ضد  دبې باورۍ دتحريک وړاندې کيدو وروستو حکومتي غړو له لوري دوفادارۍ په بدلولو  دممکنه نااهلۍ لپاره  په ستره محکمه کې  داساسي قانون ددفعه ٦٣ اى دتشريح لپاره  ريفرنس جمع کړى شوى چې پکې څلور پوښتنې شويدي.

 دې لړ کې دايوان صدر دبيان له مخې ولسمشر ډاکټر عارف علوي داساسي قانون دارټيکل ١٨٦ لاندې  ستره محکمه کې دريفرنس جمع کولو منظوري ورکړې ده.

ولسمشر دوزيراعظم په مشوره د اساسي قانون ارټيکل ٦٣ اى دغرضونو اؤ مقصدونو، ددې پراختيا او نورو اونده  چارو باندې  دسترې محکمې  رايې غوښتې ده.

بيان کې ويل شوي  ريفرنس دپارلمان دځينې غړو داوړيدو خبرونو، دهيواد موجوده حالاتو په نظر کې نيولو سره جمع کړى شويدى.

 په ريفرنس کې دسترې محکمې په وړاندې پوښتنې راولاړې کړى شويدي چې

 د اساسي قانون  دروح په نظر کې ساتلو سره  د اوړيدو  دلعنت مخنيوي او انتخابي عمل  روڼ والي، جمهوري احتساب لپاره  به دارټيکل ٦٣ اى  کومه تشريح  دمنلو جوګه وي.

 داسې تشريح چې  داوړيدو په صورت کې  دمقرر کړى شوې لارې  له مخې  ديو غړي دچوکۍ څخه لرې کولو نه سيوا دپيشګي کارروايۍ دبيلګې په توګه  دڅه رقم بنديز يا  نوي سر څخه  دټاکنو کولو څخه دمنعې کولو اجازه نه ورکوي

 هاغه مضبوطه او بامعنا تشريح چې په دغه رقم ايني توګه ممنوعه عمل کې  دککړ غړي ټول عمري نااهل کولو  دلارې  داوړيدلي ووټ اغيزو دبې  اغيزه کولو سره دغه رقم طرز عمل  له بيخه وباسي

ايا يو غړي چې په ايني توګه ممنوعه او په اخلاقي توګه دغندنې وړ حرکت کې ککړ وي دهغه ووټ دې وشميرلى شي او يا دغه رقم ووټونه خارج کيدلى شي؟

 ايا هاغه غړى چې دخپل ضمير په غږ اودريدو سره داسمبلۍ له چوکۍ څخه  مستعفي کيږي نه  او اوړيدلي وي ، څوک چې ايماندار، نيک او پوهه نه شي ګڼل کيدى، ايا هغه به تل عمري نااهله وي؟

 موجوده ايني او قانوني ځاندره کې فلور کراسنګ، دووټونو اخستو او خرڅولو مخنيوي لپاره کوم اقدامات اخستل کيدى شي؟

 دريفرنس جمع کولو لپاره سترې محکمې ته دراتګ په موقعه رسنيو سره په خبرو کې اټارني جنرل وويل  په ريفرنس کې به دولسمشر استازيتوب هغه پخپله کوي.

بل اړخ ته   دمخالفو ګوندونو  داتحاديې مشر  مولانا فضل الرحمان، دمخالفې ډلې(ن) ليګ مشر  شهبازشريف  ،دپيپلز ګوند مشر  بلاول بوټو زرداري،دبي اين پي مينګل مشر سردار اختر مينګل، سعد رفيق  او نور دمخالفو ګوندونو مشران  سترې محکمې ته رسيدلي، دسرچينو وينا ده مخالفو ګوندونو په صدارتي ريفرنس کې  دفريق جوړيدو پريکړه کړې ده.

 په دې موقعه بلاول بوټو ميډيا ته ويلي  هغوي به سياسي جدوجهد کوي او زياته کړې يې ده هغوي پارلمان دعدالت ارشل ته نه دى وروړى، هغه وويل هيله کوي پريکړې به داين له مخې  وشي.

په عين حال کې   دمخالفو ګوندونو داتحاديې پي ډي ايم وياند حافظ حمدالله  دقامي اسمبلۍ سپيکر له لوري نن دقامي اسمبلۍ دغونډې نه رابللو غندنه کړې  او ويلي يې دي چې داسمبلۍ دغونډې  نن په نه رابللو سپيکر دبغاوت مرتکب شويدى

بل اړخ ته  دتعليم وفاقي وزير شفقت محمود ويلي دي وزيراعظم  اوړيدلو غړو ته دواپسۍ وينا کړې ده، دهارس ټريډنګ په معامله په ولس کې غصه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button