افغانستانپاکستان

طالبان وايي نوروز نه نمانځي خو څوک ترې منعې کوي هم نه

طالبان وايي نوروز نه نمانځي خو څوک ترې منعې کوي هم نه

  دافغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي دهغوي حکومت به په حکومتي کچه  نوروز نه نمانځي ځکه چې دهغه له مخې  هغوي داسې دستورې  نه نمانځي  چې په اسلام کې نه وي  خو خلک به له دغسې کولو څخه نه منعې کوي

ذبيح الله مجاهد دغه  خبرې له بي بي سي سره په خبرو کې کړيدي.

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي سره په خبرو کې ويلي  سږکال هغوي  دنوروز په جشن نمانځلو بنديز نه دى لګولى خو  دطالبانو دامر بالمعروف ونهي عن المنکر  وزارت  ځينو چارواکو  دغه جشن غيراسلامي ګرځولى، ددغه جشن نمانځلو لپاره   په سرکاري توګه تابيا نه ده نيول شوې

 بل لوري ته دافغانستان دقامي ريډيو او تيليويزيون  څخه درې رنګه قامي بيرغ لرې کړى شويدى، ددغه حکومتي  ادارې نوې لوګو، چې اوس  دطالبانو لاندې  کار کوي، څرګندوي چې سپين رنګ دتور، سور او شين( يعنې افغانستان دقامي بيرغ) ځايې نيولى دى په کوم چې  دعامو افغانانو له لوري سخته غصه څرګندولى شي.

دټولنيزې ميډيا ګڼو کارونکو  دطالبانو ددغه اقدام  غندنه کړې او ليکلي يې دي چې طالبان خو دافغانستان دننه ددغه ډلې علامت سپين بيرغ کاروي خو دافغانستان څخه بهر خلک خپل قامي بيرغ کاروي.

 په افغانستان کې نوروز ديوې مودې راهسې دروايتي تهوار په توګه نمانځل کيږي او په دې کې  په زرګونو خلک ګډون کوي، ملګرو ملتونو هم  نوروز  دنړيوالې  ثقافتي ورثې په توګه تسليم کړيدى.

 په افغانستان  کې ځينو حکومتي ملازمانو او چارواکو په ګډون  ګڼو افغان وګړو  له حکومتي رسنيو څخه دقامي بيرغ دلرې کولو په ضد داحتجاج په توګه  دخپل فيسبوک او ټويټر اکاونټونو څخه  دافغانستان قامي بيرغ شريک کړى او ويلي يې دي  دکوم تحريک بيرغ کله هم   دقامي بيرغ ځايې نه شي  اخستى.

 په ډاګه دې وي چې  طالبانو  پخپل لمړي دور کې  دنوروز په نمانځلو  بنديز لګولى و، دمزار شريف يو شمير استوګنو دتيرو کلونو پشان سږکال هم دنوروز په حکومتي کچه دنمانځلو غوښتنه کړې.

 دتيرو دوو لسيزو راهسې په مزار شريف کې نوروز هرکال نمانځل کيږي  او په دغه ورځ په حکومتي کچه رخصتي وي.

 دسيمه ييز روايت له مخې خلک  دښار خواوشا  پرانستو سيمو ته ځي چرته چې  عموماً ګلونه وي  او دغه شان هغوي دسپرلي دراتګ  خوشحالي نمانځي.

 په تيرو  کلونو کې دنوروز ددستورو په مهال مزار شريف، کابل او  دهيواد نورو برخو کې  دلوبو مقابلې هم ترسره کيدې چې پکې به  ګڼ شمير خلکو ګډون کولو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button