افغانستانپاکستان

طالبان وايي داعش نور افغانستان کې دانديښنې وړ موضوع نه ده

طالبان وايي داعش نور افغانستان کې دانديښنې وړ موضوع نه ده

 کابل( وحدت نيوز)  دافغانستان سرپرست حکومت د تندروه ډلې دداعش په اړه  ديو امريکايي جنرال   څرګندونې رد کړيدي او دغه يې يواځې پروپيګنډه ګرځولې ده.

دطالبانو داستخباراتو رياست له لوري په يو ټويټ پيغام کې  ويل شويدي  افغان حکومت  نړۍ، ګاونډيو هيوادونو او خلکو ته  ډاډ ورکوي چې داعش نور په افغانستان کې دانديښنې وړ موضوع نه ده. ياد شوي وزارت دامريکايى جنرال کينټ فرينک ميکنزى ادعاوې پروپيګنډه بللې ده.

له دې وړاندې  دامريکايى سنټرل کمانډ جنرال فرينک کينټ  ميکنزي  ويلي وؤ چې   دداعش خراسان ډله ځان  بيا جوړوي اؤ ددولسو څخه اتلسو مياشتو کې دننه به له افغانستان څخه بهر هم دبريدونو کولو جوګه شي، هغه په ډاګه کړې وه چې  طالبان په افغانستان کې ددغه ډلې  مخه نيسي خو  داعش خراسان ډله به  دګرمۍ په موسم کښې  په کابل کښې هم بريدونه سيوا کړي.

څيړونکي وايي  دافغان حکومت له خوا که هر څو   دامريکائى جنرال  څرګندونې يواځې پروپيګنډه ګرځول شوې ده خو  داعش   دا مهال دافغانستان ترڅنګ دټولې سيمې لپاره  يو لويې ګواښ دى

څو اوونۍ دمخه داعش دخېبپښتونخوا دسرښار پېښور په کوچه رسالدار سيمه کښې   په يو جومات  ځانمرګي بريد ترسره کړى و  چې له امله يې  له شپيتوؤ څخه زيات کسان   وژل شوي  وؤ.

 طالبانو  دجنرال ميکنزي  افغانستان څخه   دداعش نورو هيوادونو ته دخوريدو خبردارى په داسې حال کې پروپيګنډه ګرځولې ده چې  په دې وروستيو کې  پخپله  دطالبانو حکومت هم  منلې ده چې هغوى  دافغانستان دکنټرول کولو راپديخوا  تر شپږو سوؤ  دداعش غړى نيولي، هغوى يې زندانونو ته ليږلي  اؤ اوس په کلکو  حفاظتى اقداماتو کې ساتل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button