افغانستانپاکستان

بلاول بوټو وايي داو ايي سي غونډه دطالبانو لپاره رابلل کيږي

بلاول بوټو وايي داو ايي سي غونډه دطالبانو لپاره رابلل کيږي

دپاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري  سبا اسلام اباد کې  داسلامي همکاريو دډلې  دترسره کيدونکې غونډې په اړه ويلي دي  دغه غونډه  دپاکستان نه بلکې طالبانو لپاره رابللى کيږي.

 په ډاګه دې وي چې  اسلام اباد کې په دوه ويشتم او درويشتم مارچ  داسلامي همکاريو  دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه ترسره کيږي چې پکې به دنورو معاملو ترڅنګ  دافغانستان په ستونزه هم بحث کيږي.

 له دې وړاندې  دهيواد مخالفو ګوندونو  دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ  دتحريک وړاندې کولو لپاره  دقامي اسمبلۍ دغونډې په نه رابللو  داحتجاج دړکه کړې وه خو وروستو ګډ اپوزيشن  وويل هغوي به   داسلامي هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو ته په اسلام اباد کې  هرکلى وايي.

 په ډاګه دې وي چې  دطالبانو حکومت تر دې مهاله  دپاکستان په ګډون  دنړيوالې ورورولۍ له لوري  په رسميت نه دى پيژندل شوى او  په ملګرو ملتونو کې دپاکستان استازي منير اکرم  تيره ورځ پخپل يو بيان کې ويلي وو دسيمه ييزې اجماع رامينځته کيدو وروستو پاکستان دطالبانو حکومت په رسميت پيژندلى شي

 په اسلام اباد کې  يو مـطبوعاتي  کانفرنس ته دوينا په مهال  بلاول بوټو وويل   دهغه پلار او پخواني ولسمشر  اصف علي زرداري دسي پيک، ايران پاکستان ګيس پايپ لا ين منصوبه پيل کړې او دوزيراعظم عمران خان کار  هم دا و چې سي پيک دې سبوتاژ کړي او هغه همدغسې وکړل.

 بلاول بوټو وويل’’  مونږ  له تاسو دبهر څخه دراغلو پېسو دکيس دبډو رشوتونو حساب غواړو، ستاسو سره هره اداره وه ، په درې کلونو کې مو ولې  دچا په ضد دبډو رشوتونو  ثبوت پيش نکړو‘‘

 هغه وويل اوس دحکومت ورورستۍ ورځې پيل شويدي  اوس به هغوي ته دهر څيز ځواب ورکول وي او زياته يې کړه چې  حکومت ته به  دمعاشي تګلارې او بډو رشوتونو حساب ورکول وي.

 بلاول بوټو وويل کله چې هغوي  اوړيدلي غړي سندهـ هاوس ته بوتلل نو وفاقي ويزرانو  پروپيګنډه پيل کړه، هغه وويل ټولو وليدل چې عمران خان په پارلمان او لاجز بريد وکړو، مشر قاضي  ټولو سياسي ګوندونو ته نوټس ليږلى.

 هغه وويل عمران خان ته له لمړۍ ورځې څخه شکست په نظر راځي، عمران خان اين مات کړى او دقامي اسمبلۍ سپيکر په اين عمل نه دى کړى، سپيکر دڅوارلسو ورځو تيريدو باوجود هم  غونډه نه ده رابللې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button