ادبافغانستانپاکستان

پېښور کې پوليسو دکرن خان د موسيقۍ په پروګرام حمله،الات يې مات کړل

پېښور کې پوليسو دکرن خان د موسيقۍ په پروګرام حمله،الات يې مات کړل

پېښور( وحدت نيوز) دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې   دپښتو دستر فنکار کرن  خان   په يو پروګرام  پوليسو حمله کړې  او   په سټيج موجود دموسيقۍ ټول الات يې  مات کړيدي.

 دغه پېښه دپېښور دپشتخرې تاڼې  په حدودو نذيراباد کې مخې ته راغلې ده.

په سوشل ميډيا دپوليسو ددې اقدام  سخته غندنه روانه ده او دفنکار کرن خان سره  دخواخوږۍ څرګندونه کولى شي.

 دوزيرستان يو سيمه ييز خبريال  عمر وزير پخپل ټويټر پاڼه  دکرن خان دموسيقۍ په پروګرام دپوليسو دحملې په اړه ليکلي  دپوليسو بريد، درباب منګي ماتول، تشدد کول دټول پښتون قام، موسيقۍ او کلتور په مخ درنه سپيړه دشرم څپيړه ده  دکوم چې خبر اخستل پکار دي.

 وحدت نيوز چې کله پوليسو سره  دکرن خان دموسيقۍ په پروګرام دحملې په اړه تماس ونيولو نو دسيمه ييزو پوليسو يو چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط وويل  دوي ته سيمه ييزو خلکو دموسيقۍ ددغه پروګرام ودرولو لپاره شکايت کړى و چې نن دشب برات شپه وه  او  په داسې حال کې  کرن خان او دهغه ډله  سيمې ته دموسيقۍ دپروګرام لپاره ورغلې ده کوم چې ددوي لپاره دزغملو وړ نه ده دکوم وروستو چې دوي  سيمې ته ورغلل او دغه پروګرام يې په زوره ودرولو.

  دپوليسو دغه چارواکي دعوه کړې ده چې دموسيقۍ دپروګرام  دختمولو وروستو هغوي په پروګرام  کې دګڼو کسانو څخه غيرقانوني  وسله هم لاسته راوړې ده او وسله لرونکي دغه کسان يې نيولي دي.

همدغه راز دپېښور يو خبريال سيد زاهد عثمان  پخپله فيسبک پاڼه ليکلي  دپشتخرې تاڼې ايس ايچ وايي  دمسلمان په حېث يې دغه ذمه واري جوړې ده خو هغه پوښتنه کړې چې  دجسم فروشۍ، سود او په ځمکو دناجايزه قبضو پشان ګامونو مخنيوى هم دپوليس افسرانو ذمه واري ده ايا هغه ته دا معلومه ده،هغه ليکلي ايا ولس پوليس قاضيان او که خپل محافظان ګڼي؟

 کرن خان سره  چې کله په دې اړه دهغه ددريځ معلومولو لپاره  وحدت نيوز له لوري درابطې هڅه وشوه نو دهغه  نمبر بند راتللو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button