افغانستانپاکستان

داشرف غني دوخت دخزانې وزير خالد پاينده امريکا کې ټيکسي چلوي

داشرف غني دوخت دخزانې وزير خالد پاينده امريکا کې ټيکسي چلوي

  خالد پاينده  دطالبانو لاسو ته دکابل له لويدو څخه  څه ورځې دمخه  دافغانستان دخزانې دوزير په توګه مستعفي شوى و، اوس هغه  دامريکا  په واشنګټن او خواوشا کې  يو ټيکسي چلوي او  په جارج ټاون پوهنتون کې  داضافي پروفيسر په توګه  هم کار کوي  چرته چې هغه ديو سيمسټر  دوه زره ډالر اخلي.

 دامريکا واشنګټن پوسټ  ورځپاڼې سره په مرکه کې  داشرف غني دحکومت  دخزانې دغه وروستي  وزير  ويلي هغه  په دغه روزګار خوشحالى دى  کوم چې يې موندلى او ددې دلارې  خپلې کورودانې او څلورو بچو  دمرستې لپاره مددګار ثابتيږي.

 دخپل وزارت دوروستو  ورځو په يادونې کولو پاينده واشنګټن پوسټ ته وويل  يوې لباني  کمپنۍ ته دپېسو ادا کولو کې  دهغه دوزارت په ناکامۍ  اشرف غني  په يوه ولسي غونډه کې په هغه نيوکه کړې وه، دغني غصې ته په کتلو سره پاينده سره ويره شوه چې کيدى شي هغه ددروغو په تورونو ونيولى شي.

هغه وويل  له افغانستان څخه امريکا ته درارسيدو څخه يوه اوونۍ دمخه دهغه کورنۍ  هم دلته رارسيدلې وه او زياته يې کړه چې اوس مهال هيڅ ځايې نه لري، هغه نه ددې ځايې سره تعلق لري او نه دهاغه ځايې سره دا دهغه لپاره درد احساس دى.

 دا لمړى ځل نه دى چې  خالد پاينده خپل هيواد پريښودى ، له دې وړاندې په کال ١٩٩٢ء کې هم هغه دغسې کړي وو، په هاغه وخت کې هغه يواځې د١١و کلونو و چې په افغانستان کې دخانه جنګۍ له امله  پاکستان ته په تللو مجبور شوى و.

په راپور کې ويل شويدي چې يوه لسيزه وروستو چې امريکايانو دطالبانو حکومت نسکور کړو نو هغه  افغانستان ته ستون شو او هلته يې لمړۍ دشخصي کچې   پوهنتون کې دشريک اساس ايښودونکي په توګه  يې دنده ترسره کړه.

 هغه  دامريکا  دنړيوال پرمختګ ادارې  او نړيوال بانک لپاره کار کړى او په کال ٢٠٠٨م کې هغه په لمړي ځل  امريکا ته تللى و،  په ٢٠٢٠م کې هغه کابل دغني  لپاره ديوې لنډمهاله پروژې په غرض  کابل ته ستون شوى و ، چې هغه ته  دخزانې دوزارت  دچوکۍ وړانديز وشو، دهغه  کورنۍ ددغه وړانديز په ضد وه او پاينده هم اوس پخپله دغه پريکړه پښيمانه دى.

 دکابل دطالبانو لاسو ته له لويتو څخه څو مياشتې دمخه  چې هغه کله  دقندهار څخه بهر  ديو غيرقانوني  کسټمز پوستې سفر وکړو نو  دپوليس افسرانو څخه دبلينونو ډالرو په اړه  په پوښتنې کولو هغه دټوپک په زور ونيولى شو، دکوم ويډيو چې اوس هم دهغه موبايل کې موجوده ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button