افغانستاننړۍ

  دروسيې بريد کې ٤٠ اوکرايني عسکر وژل شوي،اوکراين 536روسي عسکرو نيولو ادعا کوي

  دروسيې بريد کې ٤٠ اوکرايني عسکر وژل شوي،اوکراين 536روسي عسکرو نيولو ادعا کوي

 دنيويارک ټايمز دراپور له مخې  په ميکولايف کې روسي بريد ٤٠ اوکراين عسکر وژلي اوالجزير پخپل راپور کې ويلي  په خارکيف کې ګوله باري شوې چې  پينځه کسان يې وژلي دي،د روسيې ټانکونه   داوکرايې ماريوپول کوڅو ته داخل شويدي.

يو چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي  ممکنه ده د٣٦م اوکرايني سمندري انفانټري بريګيډ مرکز تر اوږدې فاصلې دوار کوونکې وسلې له لارې په نښه کړى شوى وي.

بل اړخ ته  داوکراين مرستيال لمړي وزير ارينا وريشچک ويلي   کيف  دروسيې ٥٣٦ عسکر نيولي دي او ددغو ټولو روسي پوځيانو سره  دنړيوال بشري قانون له مخې چلن کيږي.

ددې سره سره  داوکرايې ولسمشر زيلنسکي  دماريوپول  محاصره  يو جنګي جرم ګرځولى دى.

همدغه راز  په روسيې  دماريوپول څخه دزرګونو خلکو په زوره دشړلو تورونه مخې ته راغلي دي.

 اخوا دچين دبهرنيو چارو وزير وانګ يې  ويلي  په اوکرايې کې په شخړه  چين دتاريخ په سم اړخ ولاړ دى  او دهغوي دريځ دنړۍ دزياترو هيوادونو دخواهشاتو سره سم دى.

 همدغه راز  دروس ددفاع وزارت ويلي  هغوي يوځل بيا په يوکرين هايپرسونک  توغندي داغلي او دغلته يې دتيلو يوه ذخيره ړنګه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button