افغانستانپاکستان

سپيکر اسد قيصر دقامي اسمبلۍ غونډه په ٢٥م مارچ راوبلله

سپيکر اسد قيصر دقامي اسمبلۍ غونډه په ٢٥م مارچ راوبلله

 دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک په اړه داپوزيشن له لوري  په جمع کړى شوي خواست  دقامي اسمبلۍ سپيکر  اسد قيصر  دقامي اسمبلۍ غونډه  په ٢٥م مارچ سحر يوولس بجې راغوښتې ده.

 دقامي اسمبلۍ داعلاميې له مخې دغه به داسمبلۍ ٤١مه غونډه وي، دروايت له مخې به ددغه غونډې لمړۍ ورځ  داسمبلۍ  ديو مړ شوي  غړي تر فاتحې  محدوده ساتلى شي خو دبې باورۍ  په تحريک دعمل او رايې اچونې لپاره  به غونده کله غوښتل کيږي، په دې اړه  لا تراوسه سپيناوى نه دى شوى.

 دچارواکو وينا ده  دجمعې په ورځ  دغونډې دځنډيدو معنا به دا وي چې بيا به دخالي او اتوار  يعنې په  ٢٦م او ٢٧م مارچ به  دبې باورۍ په تحريک عمل نه کيږي  او  په ٢٧م مارچ به داسلام اباد په ډي چوک کې   دواکمن ګوند تحريک انصاف دجلسې وروستو به په دغه تحريک  عمل  مخ په وړاندې ځي.

په ډاګه دې وي چې دهيواد مخالفو ګوندونو  په څوارلسو ورځو کې داسمبلۍ دغونډې په نه رابللو  سپيکر دايني دسرغړونې مرتکب ګرځولى  دريځ يې خپل کړى چې په هغه داساسي قانون څخه دبغاوت  ارټيکل ٦م اطلاق کيږي.

 داساسي قانون ارټيکل شپږم هاغه ماده ده دکوم لاندې چې  محکمې  دهيواد پخواني پوځي آمر جنرال پرويز مشرف ته دمرګ سزا اورولې وه.

 دقامي اسمبلۍ په جاري کړى شوې اعلاميه کې دبې باورۍ دتحريک کومه يادونه نه ده شوې  خو اپوزيشن اعلان کړى چې  که چرې دبې باورۍ په تحريک عمل ونه کړى شو نو هغوي به  احتجاج کوي.

 دقامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر  منلې چې هغه داساسي قانون لاندې په څوارلسو ورځو کې  داپوزيشن په خواست  دغونډې رابللو پابند و خو داو ايي سي دغونډې له امله دقامي اسمبلۍ   دودانۍ دښکلي کولو کار دوامداره دى او په اسلام اباد کې  بله داسې کومه وداني نه وه چرته چې دغه غونډه راوبللى شي.

په عين حال کې وزيراعظم عمران خان  په ټويټر  خپل يو بيان کې اراده څرګنده کړې چې  هغوي به په ٢٧م مارچ اسلام اباد کې  جلسه کوي او دعوه يې کړې ده چې  هغوي دحق سره ولاړ دي.

 اخوا  په قامي اسمبلۍ کې  دحزب اختلاف مشر  شهبازشريف ويلي  عمران خان چې څومره لويې خبرې کړي، همدومره يې دکم ظرفه طرز عمل څرګندونه کړې ده، تاريخ به هغه ددروغژن، ناکام، بدعنوانه او بې ژبې تن په توګه ياد ساتي.

پخپل يو ټويټ پيغام کې شهبازشريف ويلي  درې نيمو کلونو کې  ددوه ويشتو کلونو پخپله هره دعوه  دواپسۍ اخستونکي  نوم عمران نيازي دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button