افغانستاننړۍ

نړۍ دې دافغانانو بشري ضرورتونه پوره کړي،ملګري ملتونه

نړۍ دې دافغانانو بشري ضرورتونه پوره کړي،ملګري ملتونه

ملګرو ملتونو نړۍ ته پيغام ورکړى دى چې  دافغانستان بشري ضرورتونه بايد پوره کړى شي  ځکه چې  په لکونو افغانان نه خو سرپناه لري او نه هم خواړه.

دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې  يو اين ايچ سى ار  مشر فيليپو ګرانډي چې اوس اوس يې دافغانستان سفر کړى  غوښتنه کړې ده چې له افغانستان بهر دې هم افغان کډوالو سره مرستې وکړى شى.

 هغه ويلي دي  په ملينونو افغانان وږي دي، تږي دي ، سرپناه نۀ لرى، بې ځايه شوي ، دمحروميت او بې برخې توب احساس کوي   نو ځکه بايد په دې سوچ وکړى شى چې څنګه دوي سره مرستې کولى شى.

 ګرانډي ويلي اوسنى وضعيت ډير پيچلى دى خو يو اين ايچ سي ار افغانانو ته دبشر دوستانه مرستو رسولو کې پخپلو ژمنو ولاړ دى.

  په افغانستان کښې  دوخت په تيريدو سره دخوراک دکمي  ستونزه دکميدو پځايې نوره هم  کړکيچن شکل خپلوي.

دملګرو ملتونو  دخوراک  اؤ ماشومانو  دادارو ترڅنګ  دبشرى حقونو دنړيوالو ادارو له لورى هم پرله پسې خبردارى ورکولى شي چې  په افغانستان کښې له نيمايى څخه زياته ابادي دخوراک دکمي سره مخ ده

دافغانستان دتير ولسمشر   اشرف غني  دحکومت له نسکوريدو اؤ دطالبانو   واک  ته له رسيدو خواؤشا  اووه مياشتې وروستو هم  افغان اقتصاد دتباهۍ په غاړه ولاړ دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button