افغانستانپاکستاننړۍ

  دهيواد دګټو تحفظ لپاره داوکراين جګړه کې غيرجانبداره پاتې يو،پاکستان

 دخارجه دفتر وياند ويلي دهيواد دګټو دتحفظ لپاره مو داوکراين په جګړه کې دغيرجانبداره پاتې کيدو پريکړه  کړې ده.

 ميډيا ته داووه نيز حال احوال تيرولو په مهال  دخارجه دفتر  وياند عاصم افتخار وويل  دهيواد دمهمو ګټو دتحفظ لپاره  داسې ضروري ؤ.

 هغه په ډاګه کړې ده چې په اوکراين دبريد په معامله دحکومت پريکړه   دهاغه تګلارې په اساس ده دکومې ترمخه چې پاکستان ديو سياسي بلاک برخه هم نه ده.

هغه وويل  پاکستان  دټکر پځايې  دسولې ملاتړ کوي.

پاکستان داوکراين دجګړې   هواري لپاره  په خبرو اترو ټينګار کوي، دملګرو ملتونو  عمومي اسمبلۍ کې دروسيې دجګړې دخاتمې په اړه په قرارداد دووټنګ په موقعه هم پاکستان  غير حاضره ؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button