افغانستانپاکستاننړۍ

دسيمه ييزو هيوادونو درايې له اتفاق وروستو دطالبانو  حکومت تسليموو،پاکستان

دسيمه ييزو هيوادونو درايې له اتفاق وروستو دطالبانو  حکومت تسليموو،پاکستان

په ملګرو ملتونو کې دپاکستان  استازي  منير اکرم ويلي پاکستان به دسيمه ايزو هيوادونو  درايې له اتفاق وروستو  په افغانستان کې دطالبانو حکومت تسليموي

  دميډيا راپور له مخې  دطالبانو دحکومت په رسميت دپيژندلو پوښتنه تيره ورځ وروستو له هغې مخې ته راغله چې  دملګرو ملتونو  امنيتي شورا   دافغان حکومت په سفارتي کچه دتسليمولو څخه پرته  دطالبانو تر کنټرول لاندې  افغانستان سره  دباضابطه  اړيکو جوړولو لپاره ووټ ورکړو چې پکې  دپينځلسو غړو څخه  څوارلسو دقرارداد په حق کې رايې ورکړه  او روسيې په دغه قرارداد کې برخه نه ده اخستې.

 دروسيې سفير واسيلي اى نيبنزيا وويل  هغوي په قراردا درايې اچولو څخه په ډډې کولو مجبور وؤ ځکه دملګرو ملتونو  موجوديت لپاره  دکوربه هيواد درضا ترلاسه کولو هڅه نه ده شوې.

همدغه راز دچين سفير ژانګ جون وويل دتيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو له لوري دافغانستان  داقتدار ترلاسه کولو وروستو افغانستان يو نوي  پړاؤ ته داخل شوى  او دوضعيت قابو کولو لپاره  نور لچک ته اړتيا ده.

په ډاګه دې وي چې  پاکستان  هاغه يواځينى هيواد دى چې دافغانستان دنوو واکمانو سره يې  په معاملو کې  دنور لچک پيدا کولو غوښتنه کړې  خو پخپله تراوسه اسلام اباد هم  دطالبانو  حکومت په رسميت نه دى پيژندلى.

منير اکرم وويل نوى افغان حکومت به هاغه وخت په رسميت پيژني چې  په ځانګړې توګه سيمه ييزو هيوادونو کې په دې معامله درايې اتفاق رامينځته شي.

 دافغانستان شپږ ګاونډي هيوادونه په راتلونکې مياشت کې په چين کې غونډه کوي او  افغانستان به  دهغوي په ايجنډا کې دترټولو سر په معاملو کې يوه وي.

په دې غونډه کې به پاکستان، ايران، تاجکسان، ترکمانستان او ازبکستان ګډون کوي او طالبانو پلاوى به پکې هم ګډون وکړي.

 روس که هر څو دافغانستان نيغ په نيغه ګاونډى نه دى خو  ورته په تيره غونډه کې بلنه ورکړى شوې وه او  هغه په دغه غونډه کې هم ګډون کولى شي  خو هند ته په دې غونډه کې بلنه نه ده ورکړى شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button