افغانستانپاکستان

دانتخابي کميشن د ضابطه اخلاق څخه سرغړونه اسانه شوه؟

پېښور( وحدت نيوز)  داليکشن کميشن  له لوري  دضابطه اخلاق  دسرغړونو  دډاګيزو احکاماتو باوجود دوزيراعظم عمران خان له لوري دکوز دې  دورې کولو او هلته  يوې لويې سياسي جلسې ته دوينا کولو وروستو  په وزيراعظم عمران خان  دضابطه اخلاق  په سرغړونه  دپنځوسو زرو روپو جرمانه لګول شوې ده.

څيړونکي وايي  هرکله چې  دهيواد په وزيراعظم دضابطه اخلاق په سرغړونه  ددومره کمو پېسو  جرمانه لګول شوې ده نو اوس  به  نور سياسي مشران هم  داليکشن کميشن   دضابطه اخلاق  سرغړونو کولو ته ډاډه شي.

 دسرچينو وينا ده چې  د کوز دير د ټاکنو دکميشن  ضلعي څارونکي افسر يا ډي ايم او حميدالله له لوري په وزيراعظم يواځې دپنځوسو زرو روپو جرمانه لګول شوې ده.

 دسرچينو وينا ده  وزيراعظم عمران خان ته  ٢٢م مارچ پورې دپنځوسو زرو روپو دجرمانې جمع کولو امر شويدى او دا پريکړه هم شوې ده چې  بيا دضابطه اخلاق په سرغړونه به معامله انتخابي کميشن ته ليږلى شي.

 له دې پرته  انتخابي کميشن  وزيراعلي محمودخان، ګورنر شاه فرمان، وفاقي وزيران شاه محمود قريشي، مرادسعيد، اسد عمر او پرويز خټک هم جرمانه کړيدي.

 په ډاګه دې وي چې   انتخابي کميشن  وزيراعظم  عمران خان کوز دير کې دجلسې کولو څخه منعې کړى و او ويلي يې وو چې  دپارلمان غړو ته انتخابي  مهم کې دبرخې اخستو اجازه ده، د ولسي چوکۍ ساتونکو باندې اوس هم بنديز دى.

 له دې وړاندې  دانتخابي کميشن  دمنعې کولو باوجود دسوات په جلسه کې په ګډون کولو وزيراعظم بيا غوښتى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button