افغانستاننړۍ

جوبايډن شي جن پنګ ته دپيوټن دمرستې په ضد خبردارى ورکړى

جوبايډن شي جن پنګ ته دپيوټن دمرستې په ضد خبردارى ورکړى

واشنګټن( مانيټرنګ ډيسک) دامريکا ولسمشر جوبايډن  د چين ولسمشر شي جن پنګ  ته د روسيې ولسمشر ولايمير پيوټن   دمرستې په ضد خبردارى ورکړيدى.

 دامريکا ولسمشر  جوبايډن  او دچين ولسمشر شي جن پنګ  دويډيو کال دلارې په اوکراين کې دروسيې  دجارحيت په معامله خبرې کړيدي.

 دسپينې ماڼۍ له لوري جاري کړى شوو جزياتو له امله  ولسمشر بايډن  په دغو خبرو کې  ديوکرين په معامله  دامريکا او دهغوي دايتلافيانو نظر وړاندې کړيدى او ددې  شخړې  دپيدا کيدو مخنيوي او بيا دهغې ځواب ورکولو په اړه يې  دهڅو يادونه کړې ده. هغه ولسمشر شي ته وويل که چرې  دروسيې مرسته وکړه نو  دسختو پايلو سره مخ کيدى شي.

 دسپينې ماڼۍ له مخې  دواړو ولسمشرانو دتماسونو دسرچينو  دپرانستو ساتلو په ارزښت اتفاق کړيدى.

 دچين  دميډيا له مخې ولسمشر شي  ددې باور ورکولو هڅه کړې چې  دغه رقم شخړې دچا په ګټه نه دي.

دنړيوالې خبري ادارې رويټرز له مخې  دغه خبرې تر دوو ساعتو دوامدارې وې

 په داسې حال کې چې روسيې دبندر ښار ماريوپول  څخه چاپيره محاصره پياوړې کړې ديوکرين ددفاع وزارت وئيلي  هغوي  دازوف سمندر ته  په عارضي توګه لاسرسى بايللى

بل اړخ ته  داوکراين په ميکولايف کې په يوې پوځي اډې دروسيې دتوغنديو بريد کې  په لسګونو کسان وژل شويدي.

اخوا داوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي  د اوکراين خلکو ته  ديو ويډيو دلارې  وينا کړې او په ماسکو يې   هغوي سره خبرو ته دکښيناستو غږ کړيدى.

زيلنسکي  دروسيې په ځواکونو  داوکراين ښارونو ته  دبشري مرستو درسد دلارې   تړلو تور هم پورې کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button