افغانستان

د ايران سفارت علمي مشر د ننګرهار پوهنتون له مرستيال قاضي خالد سره وليدل

د ايران سفارت علمي مشر د ننګرهار پوهنتون له مرستيال قاضي خالد سره وليدل

جلال اباد . په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د علمي او فرهنګي چارو مسؤل مهدي کریمي د یوه پلاوي په ملتیا د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت سره ولیدل .

په ياده لیدنه کې چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د پوهنتون د ځینو پوهنځیو رئیسانو او استادانو هم حضور درلود ، دواړو لورو د متقابلو علمي اړیکو د رامنځته کېدو پر شونتیا او پیاوړتیا خبرې وکړې .

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت په تېر کې د ايران اسلامي جمهوريت له مرستو او علمي همکاریو مننه وکړه چې له ننګرهار پوهنتون سره يې په بېلابېلو برخو کې کړي او په راتلونکې کې یې د هغې پر دوام د ټینګار تر څنګ د نوموړي هېواد له پوهنتونونو سره د متقابلو علمي اړیکو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه . دغه راز کریمي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به په علمي ، تدریسي ، څېړنو ، تحصیلي بورسونو ، علمي سفرونو او نورو بېلابېلو برخو کې د ننګرهار پوهنتون او د ایران د ځینو معتبرو پوهنتونونو تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button