پاکستان

پېښور کښې يو بل خواجه سرآ قتل، مور او پلار د مړي اخستلو نه انکار 

پېښور کښې يو بل خواجه سرآ قتل، مور او پلار د مړي اخستلو نه انکار 

پیښور. د پيښور جنګي محله  کښې ناصر  عرف مانو خواجه سرآ خپل ملګري وژلو. د خواجه سرآ د مور او پلار د مړي اخستلو نه انکار کړے دے  د پوسټ مارټم نه پس د خواجه سرآ ملګرو مړے د کفن دفن د پاره شاډهند ته يوړو او هلته ئې د اخري رسومات ادا کړ ےشول ،تيرو څو ورځو کښې دا څلورم خواجه سرا دے چې وژل کيږي، د خواجه سراؤ د تنظيم مشر ارزو خان وئيلي چې حکومت دې خواجه سراؤ ته پوره پوره تحفظ ورکړ ي او په ضابطه توګه دې د اسمبلۍ يو بل پاس کړے شي چې د داسې قسمه پيښو مخنيوے کړے شي ، مونږ هم انسانان يو ټولنه دې مونږ ته احترام ولري مونږ غم کوؤ او بهر خلق په مونږ پسې رشخندې کوي ، ارزو خان  د پوليس چارواکو نه غوښتنه کړه چې د مانو قتل دې زر ترزره ونيول شي ، بلخوا ايس پي سټي عتيق شاه وئيلي چې د قتل ګرفتاري د پاره د پوليسو چاپې رواني دي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button