افغانستانپاکستان

څيړونکي وايي دعمران خان حکومت په سخته خطره کې دى

څيړونکي وايي دعمران خان حکومت په سخته خطره کې دى

  دمخالفو ګوندونو له لوري دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک مخې ته راوړلو او تيره ورځ سندهـ هاؤس ته  دخواؤشا ٢٤ؤ حکومتي  غړو  دورتګ وروستو څيړونکي په دې نظر دي چې  دعمران خان  حکومت په خطره کې دى او  مخالف ګوندونه به  دهغه په ضد دبې باورۍ دتحريک په کاميابولو کې بريالي شي.

 دوايس اف امريکا ډيوه تکړه  مشر خبريال  ميا فاروق فراق   وحدت نيوز سره دخبرو په مهال وويل دپاکستان په سياست کې په دې وروستيو کې څو داسې اشارې مخې ته راغلي چې ترې څرګنديږي دعمران خان  دحکومت ورځې رالنډې  دي او تلونکى دى.

 هغه وويل   دپنجاب چوهدري وروڼه اؤ مسلم ليګ(ن) پخپل مينځ کې  سخت سياسي مخالفين ګڼلى شي خو په دې وروستيو کې هغوي هم يو بل ته ورنزدې شويدي، ددې ترڅنګ ددير په جلسه کې  عمران خان   دپاک فوځ دسرلښکر په اړه په ډاګه کړه چې هغه ورته ويلي چې فضل الرحمان دې “فضلو”  نه وايي، دکوم څخه چې دپوځ او حکومت ترمينځ اختلافات بيخي په ډاګه شول، هغه اشارتاً وويل داسې ښکاري چې دمولانا فضل الرحمان سره اوس ددغو قوتونو روغه شوې ده.

 فاروق فراق وويل  موجوده حکومت يو   د ولس درايې په اساس راغلى حکومت نه ګڼي  بلکې  ورته  دپټو قوتونو ملاتړ ترلاسه دى او اوس داسې ښکاري چې  دغو قوتونو نور له هغه څخه لاس اخستى دى  نو ځکه په دغسې حال کې  دتحريک انصاف  خپل غړي هم  دحالاتو په نزاکت پوهه شي  او دعمران خان څخه يو اړخ ته شويدي دکوم له امله چې  اوس  حکومت دناقرارۍ او پريشانۍ ښکار او دخطرې سره مخ دى.

ددې ترڅنګ دپېښور يو بل تکړه خبريال فخر کاکاخيل وحدت نيوز ته وويل  دا وخت داسې ښکاري چې  وزيراعظم عمران خان دخپل ګوند سره يوې بندې کوڅې ته داخل شويدى.

هغه وويل دعمران خان سره دا وخت يوه چاره هم نشته، يا خو به استعفا ورکوي اؤ يا به دتحريک  عدم اعتماد دکاميابۍ په شکل کې ځي، هغه وويل داسې ښکاري چې عمران خان به نور نه پاتې کيږي.

 همدغه راز  په اسلام اباد کې مېشته مشر خبريال شاکرسولنګي  دهيواد دتود سياسي وضعيت په اړه وحدت نيوز سره په خبرو کې وويل سندهـ هاوس ته  دپي ټي ايي د٢٤و مرورو غړو له ورتګ وروستو  حکومت  په سندهـ دبريد کولو پلان جوړوي، خو دپيپلز پارټۍ پارټۍ يو لارښود ددغه پلان په ځواب کې په ډاګه کړې چې  هغوي هم بنګړي نه دي اچولي.

 شاکر سولنګي وويل  حکومت  په سندهـ کې دګورنر راج پځايې کولو اشاره هم ورکړې ده  خو مخالفو ګوندونو په دې هم ويلي چې هيڅ نه شي کيدى نو ځکه داسې ښکاري چې حکومت دهر اړخ څخه راګير دى.

هغه وويل درميش لال په نوم قانون ساز  دعوه کړې چې دهغوي سره درې وفاقي وزيران هم ملګري دي خو دهغوي نومونه يې نه دي په ډاګه کړي.

دهغه وينا وه  داپوزيشن دعوه ده چې  دپي ټي ايي خواوشا نيم دپارلمان غړي دمخالفو ګوندونو سره ولاړ دي،هغه وويل  که چرې حکومتي ايتلافيان  دمخالفو ګوندونو ملګرتيا وهم نه کړي بيا هم  هغوي ته اکثريت ترلاسه دى ځکه چې دا مهال  مخالفو ګوندونو دغړو شميره ١٦٢ ده، حکومت ته په دريوو کې ددوؤ برخو اکثريت ترلاسه کولو لپاره د١٧٢ غړو ضرورت دى خو په داسې حال کې ٢٤  حکومت  غړي دمخالفو ګوندونو لوري ته تللي نو ځکه حکومت ته ستونزه پېښه ده.

بل اړخ ته  دپي ډي ايم وياند حافظ الله  ويلي   دعمران خان دحکومت دجوړيدو په وخت کې به  دپارلمان دغړو څخه  الوتکې ډکول کيدې او راوړل کيدل به،  دوي به په دغه وخت کې  دې ته ضمير فروشي نه ويله خو اوس  چې يې خپل حکومت په خطره کې دى نو ضمير فروشي ورپه ياده شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button