افغانستان

نه غواړو چې نور د غرب خيرات ته کښینو. شيخ عبدالباقي حقاني

نه غواړو چې نور د غرب خيرات ته کښینو. شيخ عبدالباقي حقاني

کابل. د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزير شيخ عبدالباقي حقاني ويلي دي چې طالبان نه غواړي چې له دې وروسته د غرب خيرات خواران وي. شل کاله خيرات خوړل بس دي. له دې وروسته بايد پر خپل اقتصادي نظام متکي شوو. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت کې د مسوولينو ، پوهنتونونو ريسانو او استاذانو غونډې ته پخپلو خبرو کې وويل چې تاسو ټولو ته درې ورځې مهلت دی چې زما پر خبرو فکر او پريکړه وکړای . ده وويل مونږ بايد د ښوونځيو لپاره داسې استاذان وروزو چې نوی نسل زمونږ له ارزښتونو سره سم وروزي او په درد مو وخوري . ده وويل چې استاذانو زده کړې کړي دي ، ماسټران او ډاکټران شوي ، خو له عقيدتي او فکري اړخه يې بدلون نه دی کړی ، تر هغې چې خپله اسلامي عقيده پياوړې نه شي دين او وطن ته ښه خدمت نه شي کيدای . ده وويل زمونږ تحصيلي نصاب بايد له اسلامي ارزښتونو او معيارونو سره سم شي او په ورته وخت کې د نړۍ سره سيالي وکړي . شيخ حقاني يو ځل بيا په اسلامي حجاب ټينګار وکړو او زياته يې کړه چې اسلامي امارت لومړی په حجاب او بيا په زده کړه ټينګار کوي . ده وويل اسلامي امارت لپاره دا مهمه نه ده چې څه وايي ، مونږ په رسميت پيژني او که نه . ده پخپلو خبرو کې وويل چې ټول استاذان دې زمونږ د هيواد له کلتور او اسلامي سيرت ، صورت او ظاهر سره پوهنتون ته دننه شي . ده وويل استاذان دې د امتياز غوښتنې ډډه وکړي . ده وويل مجاهدينو په تيرو شل  کالو کې ځانونه ټوټه ، ټوټه کړل ، لويې قربانۍ يې ورکړي دي او درناوی يې پکار دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button