پاکستان

سندهـ کې دګورنر راج لګولو په حق کې نه يم،شاه محمود قريشي

سندهـ کې دګورنر راج لګولو په حق کې نه يم،شاه محمود قريشي

ملتان( وحدت نيوز) دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي هغه په سندهـ کې دګورنر راج لګولو په حق کې نه دى.
ميډيا سره دخبرو په مهال دبهرنيو چارو وزير وويل نن د٩٠ سياست تکرارولى شي، سندهـ کې چې څه روان دي هغه دجمهوريت دتړون په ضد دي.
هغه وويل ددغه رقم سياست دمخنيوي لپاره دجمهوريت تړون مخې ته راغلى و، دپارلمان هر غړى دخپل ضمير له مخې دپريکړې کولو پابند دى.
شاه محمود قريشي وويل که چرې هم غړى پارلمان ته زيان رسوي نو هغه به چرته ځي؟هغه زياته کړه دبې باورۍ وضعيت پيدا کول نه خو دجمهوريت په ګټه دي او نه هم دمعيشت.
دهغه وينا وه داقتدار په هوس کې دبې باورۍ وضعيت پيدا کوونکو ته په پريکړه نظرثاني کول پکار دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button