پاکستان

پېښور کې ګرانۍ دخواري کښو ستونزې سيوا کړيدي

پېښور کې ګرانۍ دخواري کښو ستونزې سيوا کړيدي

پېښور(وحدت نيوز) دټول هيواد پشان دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې هم دروژې دراتګ څخه وړاندې دخوراک څښاک څيزونو په نرخونو کې اضافه شوې ده چې له امله يې بې وسه خلک نور هم دستونزو سره مخ شويدي.
دحکومت له لوري په يوټيلټي سټورونو که يو اړخ ته دروژې داسانۍ پيکج منظور کړى شوى نو پل اړخ ته دخوراک څښاک دمختلفو څيزونو په نرخونو کې اضافه کولى شي.
دبازار سرچينو وينا ده چې دروژې دراتګ څخه وړاندې په يوټيلټي سټورونو کې دزياتو کارول کيدونکو بېسنو او وريژو په نرخونو کې تر ډيره حده اضافه شوې ده او ددې باضابطه نوټيفيکيشن هم جاري کړى شويدى چې ترمخه يې په يوټيلټي سټورونو ديو کلو بېسنو په نرخ کې تر ديرشو روپو اضافه شوې ده کوم چې د١٦٠ ؤ څخه ١٩٠ روپۍ کلو ته رسول شويدي.
همدغه راز دوريژو په يو کلو نرخ کې تر پينځه ويشتو روپو اضافه شوې ده، په نرخونو کې ددغه اضافې اطلاق په سمدستي توګه شويدى.
بل اړخ ته دپېښور په اشرف روډ موجود يو خواري کښ عزت الله څخه چې دې لړ کې کله وحدت نيوز پوښتنه وکړه نو هغه له ګرانۍ څخه سر وټکولو او وې ويل يو لوري ته په هيواد کې دوړاندې څخه ګراني عروج ته رسيدلې او دبې روزګارۍ سره مخ دى او بل اړخ ته دحکومت له لوري ورځ په ورځ دامروزه خوراک څښاک څيزونو په نرخونو کې اضافې دهغه پريشانۍ نورې هم سيوا کړيدي.
عزت الله وويل حکومت دې لږ ترلږه دروژې په احترام کې په ولس دګرانۍ نور بوج نه راولي او دهغه پشان بې وسه خلقو ته دې داسانۍ ورکولو هڅه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button