افغانستان

وزيراعظم عمران خان اسد قيصر ته ګوند سره دبې وفايۍ کوونکو غړو په ضد داقدام امر کړى

وزيراعظم عمران خان اسد قيصر ته ګوند سره دبې وفايۍ کوونکو غړو په ضد داقدام امر کړى

وزيراعظم عمران خان اسد قيصر ته ګوند سره دبې وفايۍ کوونکو غړو په ضد داقدام امر کړى

عمران خان ته اسد قيصر ته ګوند سره دبې وفايۍ کوونکو غړو په ضد داقدام امر کړى
اسلام اباد( وحدت نيوز) وزيراعظم عمران خان دقامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر ته امر کړى چې په ٢١م مارچ دې دقامي اسمبلۍ غونډه راوبلي اؤ دواکمن ګوند تحريک انصاف سره دبې وفايۍ کوونکو دګوند د غړو په ضد دې اقدام وکړي.
دورځپاڼې ډان دراپور له مخې دغه پريکړه په وزيراعظم هاؤس کښې رابلل شوې غونډه کښې شوې ده چې پکښې دپاکستان اټارني جنرف خالد جاويد اؤ دقامي اسمبلۍ سپيکر هم ګډون کړے دے.
دراپور له مخې کوم دقامي اسمبلۍ غړي چې نيغ په نيغه اؤ يا په باالواسطه توګه په حکومتي تګلارو تنقيد کوي په هغوي کښې دفيصل اباد څخه راجه رياض اؤ نواب شيروصير، دپېښور څخه نور عالم خان،اقليتي استازے ډاکټر رميض کمار،نزهت پټهان اؤ دتعليم لپاره پارليماني سيکتر وجيهه قمر شامل دي.
وزيراعظم عمران خان دغه لارښوونې سندهـ هاؤس کښې دتحريک انصاف خواؤشا يو درځن دقامي اسمبلۍ غړو دموجوديت له انکشاف وروستو کړيدي.
دائيني ماهرانو وينا ده دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ دتحريک جمع کيدو وروستو دقامي اسمبلۍ سپيکر ته دايوان دڅارونکي په حېث دوزيراعظم له لوري رابلل شوې کومه غونډه کښې ګډون نۀ وؤ کول پکار.
تيره ورځ دوزيراعظم عمران خان دمرور ملګري جهانګير ترين دډلې يو لوړپوړي لارښود راجا رياض دعوه کړې وه چې دايم اين اے نورعالم په ګډون 24 دتحريک انصاف ايم اين ايز دا مهال په سندهـ هاؤس اسلام اباد کښې موجود دي، هغه وئيلي وؤ هغوي په تحريک انصاف کښې دي خو دعمران خان سره ئې اختلافات دي اؤ زياته کړې ئې وه چې پي ټي ائي دنااهله مشيرانو له امله نن ددغه وضعيت سره مخ ده.
په عين حال کښې دپي ټي ائي ځينو مشرانو دعوه کړې چې دمخالفو ګوندونو ځينې دقامي اسمبلۍ غړي دحکومت سره په نزدې رابطه کښې دي اؤ دحکومت مرستې لپاره چمتو دي.
يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپي ټي ائي مشرانو دعوه کړې ده چې دپي ټي ائي دقانون سازانو دوفادارو اخستو لپاره پېسه کارولے شي.
داطلاعاتو وزير فواد چوهدري وئيلي دقامي اسمبلۍ دغونډې رابللو پريکړه به وزيراعظم نۀ بلکې سپيکر اسد قيصر کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button