پاکستاننړۍ

منشياتو فروشو نه دپېښور پاکولو لپاره تګلاره جوړه کړے شوه

منشياتو فروشو نه دپېښور پاکولو لپاره تګلاره جوړه کړے شوه

  منشياتو فروشو نه دپېښور پاکولو لپاره تګلاره جوړه کړے شوه
پېښور( وحدت نيوز) دخېبرپښتونخوا صوبائى حکومت ددارالحکومت دمنشياتو دلعنت نه پاکولو لپاره ديو اهم اقدام په توګه دمنشياتو دعادى کسانو بحالۍ اؤ پېښور کښې دمنشيات فروشو خلاف موثره کارروايۍ لپاره جامع حکمت عملى تياره کړې ده، وزيراعلى محمودخان دحکمت عملۍ دمنظورۍ ورکولو دلارې متعلقه چارواکو ته هدايت کړے دے چې په حکمت عملۍ دې په فورى توګه عمل درامد وکړے شى، وزيراعلى وئيلى دى چې حکومت به ددې مقصد لپاره ټولې وسائيل ورکوى، دۀ هدايت کړے دے چې راتلونکې مرحله کښې دې دا ماډل دصوبې نورو ضلعو پورې فراخه کړے شى، دا منظورى وزيراعلى دزيارت په روځ دمنشياتو دخاتمې لپاره جوړې کړے شوې حکمت عملۍ ته دحتمى شکل ورکولو په اړه داعلى سطحې ديو اجلاس دصدارت په مهال ورکړې ده، دصوبائى کابينې غړو تيمور سليم جهګړا، انور زيب خان، بيرسټر محمد على سيف، چيف سيکرټرى ډاکتر شهزاد بنګش، دوزيراعلى پرنسپل سيکرټرى امجدعلى خان،د متعلقه محکمو انتظامى سيکټرانو، دپېښور کمشنر رياض محسود، سى سى پى او پېښور اعجاز خان نه علاوه نورو اعلى چارواکو هم په دې اجلاس کښې شرکت کړے دے. اجلاس ته دبريفنګ ورکولو په دوران وئيل شويدى چې دپېښور دمنشياتو نه پاکولو لاپره به په مرتب کړے شوې حکمت عملۍ به په دريوو مرحلو کښې عمل کولے شى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button