افغانستاننړۍ

طالبانو افغان جينکو زده کوونکو ته هائي سکولونو ته دتللو داجازې ورکولو اعلان وکړو

طالبانو افغان جينکو زده کوونکو ته هائي سکولونو ته دتللو داجازې ورکولو اعلان وکړو

طالبانو افغان جينکو زده کوونکو ته هائي سکولونو ته دتللو داجازې ورکولو اعلان وکړو
افغان طالبانو دراتلونکې اوونۍ څخه دهائى سکولونو په پرانستو په افغانستان کښې جينکو ته تعليمى ادارو ته دستنيدو داجازې ورکولو اعلان کړے دے
. افغان طالبانو دراتلونکې اوونۍ څخه دهائى سکولونو په پرانستو په افغانستان کښې جينکو ته تعليمى ادارو ته دستنيدو داجازې ورکولو اعلان کړے دے.
له دې وړاندې ترڅو مياشتو په دې اړه غيريقينى صورتحال ؤ چې ايا طالبان به جينکو اؤ زنانه ؤ ته دبشپړ تعليم ترلاسه کولو اجازه ورکړى او که نه.
دافغانستان دتعليم دوزارت وياند عزيز احمد ريان وئيلي دي چې سکولونه دټولو جينکو اؤ هلکانو لپاره پرانستل کيږي، خو هغه په ډاګه کړې ده چې دجينکو لپاره ځينې شرائط دي، جينکۍ زده کوونکي به دهلکانو څخه بيلولے اؤ هغوي ته به يوازې دزنانه ؤ دلارې تعليم ورکولے شي.
هغه وئيلي په هاغو کليوالو سيمو کښې چرته چې دزنانه استاذانو کمے دے، هلته به دپوخ عمر سړو استاذانو ته جينکو ته دتعليم ورکولو اجازه وي.
عزيز احمد ووئيل سږکال به يو سکول هم نۀ تړل کيږي اؤ کۀ چرې کوم سکول بنديږي نو ددې پرانستې دتعليم دوزارت ذمه واري ده.
په افغانستان کښې دطالبانو اقتدار ته درسيدو وروستو دجينکو اؤ زنانه ؤ سکولونو اؤ کالجونو ته پريښودل اؤ دتعليم ترلاسه کولو اجازه ورکول يوه مهمه غوښتنه پاتې شوې ده.
دجينکو اؤ زنانه ؤ سره په سلوک تشويش اؤ داشرف غني دنسکور کړے شوي حکومت پخوانو پوځيانو اؤ عسکرو په ضد دبشرى حقونو دسرغړونو دتورونو په نظر کښې نيولو سره زياترو هيوادونو دطالبانو دحکومت په باضابطه توګه له تسليمولو څخه انکار کړے دے.
بل اړخ ته طالبانو په مبېنه توګه دبدسلوکۍ ددغو تورونو دپلټنو عزم څرګند کړى اؤ وئيلي ئې وؤ چې هغوي له خپلو پخوانيو دښمنانو څخه بدله اخستل نۀ غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button