دپي ټي ايي غړو دهيواد بيلا بيلو برخو کې احتجاجونه پيل کړل

دپي ټي ايي غړو دهيواد بيلا بيلو برخو کې احتجاجونه پيل کړل

اسلام اباد( وحدت نيوز) دواکمن ګوند تحريک انصاف غړو دپېښور او اسلام اباد په ګډون دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دګوند سره دبې وفايۍ کوونکو خپل ګوند دغړو په ضد احتجاجي مظاهرې پيل کړيدي او دهغوي په ضد يې شعارونه ورکړيدي.
د اسلام اباد سندهـ هاوس څخه بهر دتحريک انصاف کارکونکو سخته احتجاجي مظاهره کړې ده او دپارلمان پخپلو مرورو غړو يې دضمير فروشۍ تورونه لګولي دي.
دتحريک انصاف غړو په لاسونو کې لوټې اخستي او دسندهـ هاوس څخه بهر دراټوليدو په ترڅ کې يې دمخالفو ګوندونو په ضد نعره بازي کړې ده.؛
پېښورپريس کلب څخه بهر دتحريک انصاف غړو احتجاج کړيدى او ويلي يې دي چې پارلمان غړى نور عالم ضمير فروشي دى.
دوي دايم اين اى نورعالم عکس هم په لاس کې نيولى او شلولى يې دى او په عکس دپاڅه يې هګۍ غورځولي دي.
اخوا په فيصل اباد کې دايم اين اى راجه رياض په ضد هم دپي ټي ايي غړو احتجاج کړى دى.
بل لوري ته دمسلم ليګ(ن) لارښود رانا ثناء الله ويلي دي حکومت نوى پاکستان خو نه دى راوستى خو نوى پاکستان يې هم دتباهۍ په غاړه ودرولى دى.
هغه ويلي دي چې لانګ مارچ به په ٢٦م مارچ اسلام اباد ته رسيږي او په ٢٨م مارچ به دنتيجې ترلاسه کولو وروستو راستنيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button