پاکستان

دپارلمان مرور غړي دې بيرته راشي ورته به هيڅ نه ويل کيږي،شيخ رشيد

دپارلمان مرور غړي دې بيرته راشي ورته به هيڅ نه ويل کيږي،شيخ رشيد

اسلام اباد( وحدت نيوز) دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد ويلي دي چې دواکمن ګوند( تحريک انصاف) مرور دپارلمان غړي دې بيرته راشي، ورته به هيڅ نه ويل کيږي.
په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل وزيراعظم سره نن دوه ګينټې سياسي ليدنه شوې ده او زياته کړې يې دميډيا مننه چې هغوي ته يې لس يا دولس هاغه مخونه ويښودل چې په سندهـ هاؤس کې پټ ناست وؤ.
هغه وويل دغه خلک ولې پټيږي حالانکې دهيواد داخله وزير ورته وايي چې هيڅ به نه کيږي او هغوي ته به امنيت ورکولى شي.
هغه وويل اوړيدلي غړي دې بيرته راشي ترڅو داسې نه وي چې وخت تير شي او هغوي بيا خپلو حلقو ته هم ستانه نه شي.
شيخ رشيد وويل دعمران سره لکه دغر ولاړ دى
دهغه وينا وه څه چې په سندهـ هاوس کې روان دي ددې په تناظر کې د بيړني حالت او ګورنر راج لګولو پلوي و او په دې اړه يې وزيراعظم ته سمري وړاندې کړې خو پريکړه نه ده شوې، سندهـ هاوس کې دووټونو اخستل او خرڅيدل کيږي او دسندهـ هاوس څخه سټاک ايکسچينج جوړ کړى شويدى.
شيخ رشيد وويل دبې باورۍ په تحريک درايې اچولو دورځې ټاکل به دقامي اسمبلۍ سپيکر کوي.
په ٢٣م مارچ دپوځونو پريډ دى، د٢٣م څخه به دريم، څلور اپريل پورې دپاکستان سياست کې دګرمۍ ورځې دي، په ٢٧مه نېټه وزيراعظم ترټولو لويې لاريون ته وينا کوي. هغه وويل وزيراعظم لسو لکو خلکو ته غږ کړى.
شيخ رشيد وويل هغوي باور لري چې اپوزيشن ګوندونه به هم خپله جلسه کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button