افغانستانپاکستان

دجهانګير ترين ډلې حکومتي شخصياتو سره دليدنو نه کولو پريکړه

دجهانګير ترين ډلې حکومتي شخصياتو سره دليدنو نه کولو پريکړه

اسلام اباد( وحدت نيوز) دسرچينو وينا ده دحکومتي وزيرانو له هڅو باوجود دوزيراعظم عمران خان دمرور ملګري جهانګير ترين ډلې دحکومتي شخصياتو سره دليدنو نه کولو پريکړه کړې ده.
دسرچينو وينا ده چې دحکومت له لوري دترين ډلې دغړو دپخلا کولو هڅې تر دې مهاله دناکامۍ سره مخ دي، دترين ډلې غړو حکومتي شخصياتو سره دليدنو نه کولو پريکړه کړې ده.
دسرچينو وينا ده دسندهـ ګورنر عمران اسماعيل په لندن کې دعلاج لپاره موجود دتحريک انصاف مرور لارښود جهانګير سره ټيليفوني رابطه کړې ده خو ددواړو ترمينځ کومه ځانګړې خبره نه ده شوې او دسندهـ دګورنر له لوري درابطې دهڅې باوجود ليدنه هم نۀ ده شوې.
بل اړخ ته دحکومت مخالفه تګلارې خپلونکو شخصياتو دترين ډلې سره ليدنې روانې دي، دسرچينو وينا ده حمزه شهباز هم ددغه ډلېدغړو سره ليدنه کړې ده.
دسرچينو وينا ده جهانګير ترين ډلې حکومت مخالفه دريځ خپل کړى، په دغه ډله کې موجود غړي دمخالفو ګوندونو سره ودريدلي دي اؤ ترين ډلې دحکومتي شخصياتو سره دليدنې نه کولو غوڅه پريکړه کړې ده.
بل اړخ ته دوزيراعظم عمران خان څخه وروستو دپنجاب دوزيراعلي عثمان بزدار په ضد دبې باورۍ په اړه دجهانګير ترين ډلې دصلاح مشورې غونډه دجهانګير ترين په کور کې ترسره شوې ده چې پکې اهمې پريکړې احتمال لري.
دسرچينو وينا ده په غونډه کې دوفاق وروستو به په پنجاب کې دبې باورۍ دتحريک په صورت کې نوى وزيراعلي څوک وي؟ په دې به صلاح مشوره کولى شي، جهانګير ترين به دبې باورۍ دتحريک په اړه خپلې ډلې ته لارښوونې کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button