افغانستاننړۍ

دامريکا اؤ چين اولسمشران نن نيغ په نيغه خبرې کوي

دامريکا اؤ چين اولسمشران نن نيغ په نيغه خبرې کوي

دامريکا اؤ چين اولسمشران نن نيغ په نيغه خبرې کوي
دامريکا اولسمشر جوبائيډن اؤ دچين اولسمشر شي جنپنګ دتيرنومبر څخه وروستو دجمعې په ورځ په لمړي ځل نيغ په نيغه په داسې حال کښې خبرې کوي چې امريکا روسيې سره دبيجنګ په اړيکو اؤ ديوکرين په سخته جګړه کښې دهغوي په دريځ انديښنه لري.
دسپينې ماڼۍ وينا ده بائيډن اؤ شي به دجمعې په ورځ په ټيليفون خبرې کوي، دواشنګټن له لوري خبردارے ورکړے شوے چې کيدے شي چين روسيې ته دعسکري ملاتړ په ورکولو غور کوي.
له دې وړاندې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دامريکا دبهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن وئيلي بائيډن به دغه ټيليفوني رابطه ددې خبرې لپاره کاروي چې په چين دا خبره واضحه کړي چې هغوي ته به دروسيې دجارحيت په ملاتړ کولو ذمه واري زغمل وي.
هغه وئيلي چين داولسمشر پيوټن په اړه د خپل اثرورسوخ کارولو اؤ دهاغو نړيوالو قواعدو اؤ اصولو دملاتړ ذمه واري لري دکومو چې هغوي ددفاع اعتراف کوي.
په داسې حال کښې چې لويديز هيوادونه اؤ دهغوي ائتلافيانو په يوکرين دبريد له امله په روسيې بنديزونه لګولي اؤ دهغوي دجارحيت غندنه ئې کړې ده، چين چې دکيف اؤ ماسکو سره نزدې اړيکې لري، هغوي دغسې نۀ دي کړي.
چين ديوکرين په خپلواکۍ ټينګار کوي خو ددې ترڅنګ په روسيې له تنقيد څخه ډډه کوي اؤ دسولې دمذاکراتو پيل کولو غږ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button